د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي.
په یوه نوي راپور کې چې پرون خپور شو دې کارپوهانو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له تشدده لاس واخلي او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې طالبان له دې اقداماتو څخه راوګرځوي.
په دې اړه احمدتکل د پخواني نظام د ولسي جرګې له غړې او د ښځو د حقونو له فعالې ګلالۍ ساپۍ سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: