د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

افغان نجونې پريس اينډ ژورنال ورځپاڼې ته: له درس ويلو او کار کولو پرته د بنديانو په څېر يو


يو شمېر افغان محصلانې، ارشيف
يو شمېر افغان محصلانې، ارشيف

پریس اینډ ژورنال ورځپاڼه:

سکاټلندۍ پریس اینډ ژورنال ورځپاڼې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګول شویو محدودیتونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه د یو شمېر نجونو له قوله لیکي چې وايي، نه درس ویلای شو نه کار کولای شو، موږ د بندیانو په څېر یو.

ورځپاڼه لیکي، د لیندا نورګروف په نوم خیریه بنسټ د برېتانیا له حکومت څخه غوښتي چې له هغو افغان نجونو سره مرسته وکړي چې پوهنتونونه یې بند شوي او د سکاټلند په پوهنتونونو کې یې ومني.

د برېتانیا په پوهنتونونو کې د افغان نجونو د منلو چارې د ACRS په نوم اداره سمبالوي خو لیندا نورګروف خیریه بنسټ چې د پارلمان غړی جامي سټون یې ملاتړ کوي ویلي، د دې پروژې لومړی کال پای ته رسېدلی خو په روان کال کې یې د کارونو د بیا پیل نښې نښانې نه ښکاري.

پریس اینډ ژورنال د یوې پېغلې له قوله لیکي چې وايي، په ډسمبر میاشت کې د طب پوهنځي په څلورم کال کې وه چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.

دا نجلۍ چې په راپور کې یې نوم نه‌دی یاد شوی وايي، طب پوهنځی یې د دې لپاره غوره کړی و، چې له خلکو سره مرسته وکړي.

دا زیاتوي چې تعلیم د انسان اساسي حق دی او افغانانې باید له دې حق څخه محرومې نه‌شي.

د طب پوهنځي یوې بلې محصلې پریس اینډ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې، لا هم د بېړنیو ناروغیو په برخه کې د خپل تحصیل بشپړولو ته هیله‌منه ده.

طالبانو په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې نجونې پوهنتونونو ته نه‌شي تلای.

له دې مخکې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې هم بندې کړې وې.

ډيپلوماټ خپرونه:

امریکایۍ ډیپلومات خپرونه په یوه تحلیلي مطلب په تېره فبروري میاشت کې افغانستان ته د پاکستان د دولتي پلاوي د وروستي سفر یادونه کوي.

ډيپلوماټ لیکي، د دفاع د وزیر خواجه محمد اصف او د ISI د مشر ندیم انجم په ګډون پلاوی د دې لپاره کابل ته ولاړ چې، د امنیتي ستونزو او په تېره د پاکستاني طالبانو د تحریک یا TTP د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

د خپرونې د لیکنې له‌مخې پاکستاني پلاوي له طالبانو درې لویې غوښتنې لرلې، لومړی دا چې باید TTP وهڅوي څو په پاکستان کې پسرلنۍ حملې ونه کړي، دوهم، پلاوي په افغانستان کې د TTP د قوماندانان او وسله‌والو د حضور په اړه شواهد د طالبانو مشرانو ته وړاندې کړل او درېیم ټینګار یې وکړ چې باید د TTP غړي بې وسلې کړي او ډیورنډ کرښې ته نږدې له قبایلي سیمو یې وباسي.

ډيپلومات پوښتنه کوي چې ایا افغان طالبان به د پاکستاني طالبانو وسله‌وال له قبایلي سیمو وباسي؟ او په ځواب کې یې لیکي، ښايي طالبان له یوه ځانګړي برید وړاندې د TTPځپلو ته لېوال نه وي، ځکه دا کار به د مطلب د لیکوال په باور د دوی اساسي دښمن د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ته د منفي تبلیغاتو امکان په لاس ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG