د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

يو شمېر نړيوالو ادارو افغانستان کې د بشري وضعيت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې


کابل کې وسله‌وال طالبان، ارشيف
کابل کې وسله‌وال طالبان، ارشيف

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په افغانستان کې بشري او د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو زیاتېدونکی ګواښ د اندېښنې وړ وباله.

هغه پرون سه‌شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې باوري، پراخ، ملي ډیالوګ ترسره شي ترڅو قانوني نظم او داسې یو پراخ سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو استازیتوب وکړي.

بل‌خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) پرون سه‌شنبه خپله یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان د نړۍ په سطحه له لوی او سخت بشري بحران سره مخامخ دی.

د دې ادارې د شمېرو له‌مخې دا مهال ۲۸ ملیونه او درې لکه کسان چې د افغانستان د نفوسو دوه پر درېیمه برخه کېږي بشري او د خوندیتوب مرستې ته اړتیا لري.

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې او ماشومان، ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې او ماشومان، ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په ۲۰۱۹م کال کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۶ ملیونه او درې لکه و، خو سږ کال دا شمېر ۲۸ ملیون او درې لکه کسانو ته رسېږي.

د اوچا په وینا ۶ ملیونه کسان له قحطۍ سره یو ګام فاصله لري.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مدافع ډلو په دې هېواد کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د لاخرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې، د دې هېواد د ټولو وګړو د اساسي حقونو درناوی وکړي.

طالبان باید بشري حقونو او د ټولو افغان وګړو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر ویاندې نبیلې میزرالي ازادي راډیو ته وویل، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

نوموړې وويل: "زموږ پیغام څرګند دی. طالبان باید بشري حقونو او د ټولو افغان وګړو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي. موږ به تر خپله وسه ستاسو د افغان مېرمنو د حقونو لپاره په مبارزه کې ستاسو ملګرتیا وکړو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د خلکو اړتیاوې وروسته له هغې لا زیاتې شوې، چې طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG