د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

ملګري ملتونه: نړۍ کې تر ۱.۴ مليارد ډېر هلکان او نجونې له ټولنيز ملاتړ پرته ژوند کوي


يو شمېر افغان کاريګر ماشومان، ارشيف
يو شمېر افغان کاريګر ماشومان، ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په نړۍ کې تر ۱.۴ میلیارده ډېر هلکان او نجونې له ټولنیز ملاتړ پرته ژوند کوي او د بې‌وزلۍ، لوږې، په کم‌عمر کې د واده او نورو ګڼو ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

نجیب دولس کلن افغان ماشوم دی، چې د بې‌وزلۍ او د ټولنیز ملاتړ د نشتوالي له امله په کابل ښار کې کراچۍ چلوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې، پلار يې بې روزګاره دى او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

"موږ د شپې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه‌لرو، د ښوونځي فیس هم نه‌شم ورکولای

ياد افغان ماشوم وايي: "پیسې نه‌لرو، پر سړک کراچۍ چلوم، یوه مړۍ ډوډۍ هم نه پیدا کېږي، ښوونځي ته به تلم، خو د کتابچې او قلم پیسې نه‌لرم، له همدې امله مکتب ته نه‌ځم او کراچۍ چلوم، شل افغانۍ مې کار کړی او تر اوسه مې ډوډۍ هم نه‌ده خوړلې."

نسيم يو بل ١١ کلن ماشوم دى، چې د هغه په وينا په يوه غريبه کورنۍ کې ژوند کوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله شپې وږی ويده کېږي.

نوموړی وايي: "موږ د شپې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه‌لرو، د ښوونځي فیس هم نه‌شم ورکولای او کتابونه او قلمونه هم نه‌شم اخیستلای له حکومته غواړم، چې له موږ سره مرسته وکړي."

يو شمېر افغان کاريګر ماشومان
يو شمېر افغان کاريګر ماشومان

دا په داسې حال کې ده چې، د کار نړیوال سازمان (ILO) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) راپور ورکوي چې، په نړۍ کې له ۱.۴ میلیاردو څخه زیات هلکان او نجونې له ټولنیز ملاتړ پرته ژوند کوي او د فقر، لوږې، په کم‌عمر کې واده او نورو ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په ټوله نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر چې ټولنیز ملاتړ ته لاس‌رسی نه‌لري مخ په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له‌مخې، په دې موده کې د نړۍ په هره سیمه کې د ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره د مرستې پروګرامونه کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو اژانسونو خبرداری ورکړی چې ماشومانو ته د کافي ټولنیز ملاتړ نه ورکول دوی له بې‌وزلۍ، ناروغۍ، ناسمه تغذیه او د ماشومانو د ودونو د خطر زیاتوالي، سره مخ کوي.

دوی ویلي چې ماشومان د لویانو په پرتله په دوه چنده بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، ډېر زیانمنونکي ماشومان لري، خو د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دې ماشومانو کره شمېر نه‌دی معلوم.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او اړیکو ریاست غړي، یونس صدیقي ازادي راډيو ته د بې‌وزلو کورنیو ماشومانو لپاره د دوی د ملاتړ پروګرامونو په اړه وویل: "تر اوسه دوه زره داسې ماشومان سره میاشت ته معرفي شوي او مرستې یې ترلاسه کړي. او همدا راز په ولایتونو کې له دوی سره مرستې ترسره کېږي، لکه ژمني کالي او یا هم د نغدو پیسو په ورکولو له دوی څخه ملاتړ کېږي."

هغه زياته کړه، چې ٧٠٠٠ بې سرپرسته او يتيم ماشومان په روزنتونو کې د روزنې او ملاتړ لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري په بې‌ساري ډول لوړه شوې او د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ ماشومان په افغانستان کې يو له ډېرو زيانمنوکو له ډلو څخه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG