د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې له کبله افغانان هم مړه شوي


د ۲۷ کسانو مړي اوبو د کروتون ولایت د ستیکاتو سیمې سره د ساحل غاړې ته را ایستلي او پولیسو انتقال کړي.
د ۲۷ کسانو مړي اوبو د کروتون ولایت د ستیکاتو سیمې سره د ساحل غاړې ته را ایستلي او پولیسو انتقال کړي.

د ایټالیا د کالابریا په ختیځ ساحل کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږترلږه ۳۳ کسان مړه شوي دي.

ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې په ډوبه شوې کښتۍ کې څه باندې سل تنه پناه غوښتونکي وو.

پولیسو له دې ډلې پنځوس کسان ژغورلي.

تر دې دمه د لږ تر لږه ۳۳ کسانو مړینه تایید شوې.

د ۲۷ کسانو مړي اوبو د کروتون ولایت د ستیکاتو سیمې سره د ساحل غاړې ته را ایستلي او پولیسو انتقال کړي.

د ایټالیا د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې په مړو کې څو ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې دا پناه غوښتونکي د افغانستان، ایران او پاکستان اتباع وو.

د دوی کښتۍ یکشنبه سهار وختي د خرابې هوا له کبله له ډبرې سره لګېدلې او ډوبه شوې وه.

د ایټالیا سمندري ځواکونه او نور ژغورونکي ټيمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي، خو د کښتۍ د ډوبېدو په اړه یې له رسنیو سره ډېر جزییات نه دي شریک کړي.

ايټاليا د هغو مهاجرو لپاره يو له عمده لارو څخه ده چې غواړي د سمندر له لارې اروپا ته ننوځي.

د ایټالیا سمندري ځواکونه او نور ژغورونکي ټيمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي، خو د کښتۍ د ډوبېدو په اړه یې له رسنیو سره ډېر جزییات نه دي شریک کړي.
د ایټالیا سمندري ځواکونه او نور ژغورونکي ټيمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي، خو د کښتۍ د ډوبېدو په اړه یې له رسنیو سره ډېر جزییات نه دي شریک کړي.

د مرکزي مدیترانې د سمندرګي لاره د نړۍ یو له خطرناکو لارو څخه شمېرل کېږي.

په دې سمندرګي کې اروپا ته تر رسېدو مخکې د کډوالو ګڼې نورې کښتۍ هم ډوبې شوي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې نږدې ۲۶ زره پناه غوښتونکي ډوب شوي.

له دې ډلې یواځې ۲۰۰۰ کسان تېر ۲۰۲۲ کال ډوب او مړه شوي.

د راپورونو له مخې ګڼ افغانان هم په مړو کې شامل دي او په سمندر سربېره هغو افغانانو ته هم زیاته مرګژوبله اوښتې چې د ځمکې له لارې اروپا ته په قاچاقي لارو د تګ تکل کړی.

وروستۍ پېښه په بلغاریا کې د فبروري په ۱۷ وشوه چې په کې اتلس افغان کډوال په یوې لارۍ کې مړه وموندل شول او لسګونه نور هم ټپيان وو.

XS
SM
MD
LG