د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

رسنۍ: په بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو مړي موندل شوي


د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې لارۍ کې ۴۰ پناه غوښتونکي روان وو چې اتلسو یې د اکسیجن د کموالي له کبله ساه ورکړې ده.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې لارۍ کې ۴۰ پناه غوښتونکي روان وو چې اتلسو یې د اکسیجن د کموالي له کبله ساه ورکړې ده.

د بلغاریا پولیسو پرون جمعه یوه بې خاونده لارۍ ومونده، چې په کې د ۱۸ پناه غوښتونکو مړي ترلاسه شوي دي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې لارۍ کې ۴۰ پناه غوښتونکي روان وو چې اتلسو یې د اکسیجن د کموالي له کبله ساه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، ژغورل شوي کسان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې ټول مړه شوي پناه غوښتونکي د افغانستان وګړي وو.

د بلغاریا د روغتیا وزیر اسین میدژیدیف ویلي، اکثر ژغورل شوي کسان په بد روغتیايي وضعیت کې دي.

د هغه په خبره د دغو پناه غوښتونکو کالي لانده وو، یخنۍ وهلي او ښکاره خبره ده چې له څو ورځو راهیسې یې څه نه وو خوړلي.

دغه لارۍ پلازمېنې صوفیه ته څېرمه د یوې لویې لار تر څنګ موندل شوې ده، خو چلوونکی یې نه دی نیول شوی.

په راپورونو کې ویل شوي چې پولیسو درې کسان د دې قضیې په تړاو نیولي دي.

زیات پناه غوښتونکي چې په هغوی کې افغانان هم شامل دي، هڅه کوي په خطرناکو لارو تر مزله وروسته ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.

بلغاریا چې نږدې ۷ ملیونه وګړي لري، د افغانستان او منځني ختیځ د پناه غوښتونکو عمده لار ګڼل کېږي.

د دغو پناه غوښتونکو لږ شمېر یې د اروپايي ټولنې په نېستمن هېواد بلغاریا کې له پاتې کېدو سره لېوالتیا لري.

زیات پناه غوښتونکي چې په هغوی کې افغانان هم شامل دي، هڅه کوي په خطرناکو لارو تر مزله وروسته ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.
زیات پناه غوښتونکي چې په هغوی کې افغانان هم شامل دي، هڅه کوي په خطرناکو لارو تر مزله وروسته ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.

د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې بیا د بریتانیا پولیسو په یوه کانتینري یخچال کې د ۳۹ کسانو مړي موندلي وو.

هغه وخت پولیسو ویلي وو چې د دغو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۴ کلونو ترمنځ دي او د ویټنام وګړي وو.

دې ته ورته بله پېښه د ۲۰۱۵م کال په اګست کې شوې وه چې د اتریش پر یوه لوه لار په یوه لارۍ کې ۷۱ تنه پناه غوښتونکي چې د اکسیجن د کموالي له کبله مړه شوي وو، موندل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG