د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د ترکيي په اوبو کې دډوبو شوو افغانانو جسدونه کابل ته راوړل شو


اروپايي هېوادونو ته د غیرقانوني لارو څخه تګ، د یو شمېرافغانانو د مړینې سبب شو او لسګونه کورنۍ یې د ویر پر تغړ کینولې.

د چهارشنبې په ورځ له ترکېې څخه د پنځو افغانانو مړي، کابل ته راورسول شول.

ویل کیږي دغو کسانوغوښتل چې د یونانو د اوبو له لارې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، خو په اوبو کې ډوب شول.

د افغانستان د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وايي، اروپایي هېوادونو ته یې د افغانانو د غیر قانوني تګ د مخنیوي لپاره، هڅې تیزې کړي دي.

هغه افغانان چې د یوه هوسا ژوند په نیت له غیرقانوني لارو څخه اروپا ته د تلو په هیله وو، د یونان په اوبو کې ډوب او مړه شول.

د چهارشنبې په ورځ د پنځو افغانانو مړي د یوې طیارې په ذریعه، د کابل نړېوال هوايي ډګر ته راولیږدول شول چې ګڼې کورنۍ یې ویرجنې کړې.

دغه مړي افغانانو ته پیغام رسوي چې اروپا ته له غیر قانوني لارو څخه تګ، ناوړه پایلې لري.

د کابل د نړېوال هوایي ډ‌ګرد سرحدي ځواکونو قوماندان حقنواز حقیار په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:"نن زموږ الوتکه چې اریانا شرکت پورې اړه لري، له ترکېې نه کابل ته راورسیده، پنځه جنازې په کې رالیږدیدلي.

ویل کیږي چې دوې د یونان د اوبو له لارې غوښتل چي اروپا ته لاړ شي او ډوب شوي دي او یا دا چې د ماشین په چاودنه کې وژل شوي."

ویل کیږي کومه بیړۍ چې دغه افغانان په کې سپاره وو، د شلو سپرلیو ظرفیت یې درلود خوپه دې ورځ په کې دیرش افغانان او دیرش سوري اتباع سپاره وو.

په دې اړه راپورونه وايي، له دې سپرلیو څخه لس ژغورل شوي، د پنځه افغانانو مړي موندل شوي او پاتې لا درکه دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ترکېې او یونان ترمنځ اوبو کې افغانان ډوبیږي، بلکې پخوا تر دې هم په لسګونو افغانان په ورته پیښو کې مړه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وايي، اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د تګ لامل، په هېواد کې روانه ناامني او د کارونو نشتوالی دی.

د دې وزارت د خپرونو سلاکارحفیظ احمد میاخيل ازادي رادیو ته وویل، اروپا ته يې له غیرقانوني لارو څخه د افغانانو د تګ د مخنیوي لپاره هڅې تیزې کړي دي:"زموږ وزارت اروپا ته د افغانانو د غیرقانوني تګ د مخنیوي لپاره، د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي څو د خلکو ذهنیتونه اماده شي چې په هېواد کې پاتې شي او له دغو خطرناکو هڅو څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره ډډه وکړي."

کارپوهان له ټولو افغانانو او په تیره له ځوانانو غواړي چې د اروپا په تمه دې، له ژوند سره لوبې نه کوي.

دوې له حکومته هم غواړي چې ژرترژره دې د دې ستونزې حل ته په اساسي لارو چارو غور وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG