د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د یونان په اوبو کې د ډوبو شوو ۲۰افغانانو جسدونه کابل ته رسیدلي


د حامد کرزي د نړېوال هوايي ډګر پولیس وايي چې د شنبې په سهار د یونان په اوبو کې د ډوبو شوو شلو افغانانو جسدونه کابل ته رسیدلي دي.

د دغه هوايي ډګرد پولیسو قوماندان حقنوازحقیارازادي راډيو ته وویل چې په مړو شوو کسانو کې ډير یې ماشومان او ښځې وې چې کورنیو ته سپارل شوي دي.

د حامد کرزي د نړېوال هوايي ډګر پولیس وايي چې اروپا ته د روانو هغو افغان کډوالو شل جسدونه هېواد ته رسیدلي چې تېره اوونۍ د یونان په اوبو کې ډوب شوي وو.

د هوايي میدان د پولیسو قوماندان حقنوازحقیار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په راوړل شوو جسدونو کې اووه ماشومان او اته ښځې شاملې وې.

ښاغلي حقیار وايي چې دا کسان د ترکیې څخه یونان ته روان وو چې بیړی یې ډوبه شوي او ممکن د مړو لا نور جسدونه پیدا شي.

ښاغلي حقیار زیاته کړه:

"نن په دوو الوتکو کې شل جنازې کابل ته راوړل شوې په دې کې ځيني یې لاهم نه دي راوړل شوي چې ممکن په راتلونکي وخت کې راولیږل شي او یا ممکن پیدا شوي نه وي."

د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې تراوسه دا ډول له پنځوسو ډیر مړي چې په اوبو کې غرق شوي وي بیرته کورنیو ته سپارل شوي او وايي چې غیرقانوني کډوالي دا شمېره لا ډيرولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستي یوه کال کې ډيری ځوانان او ځيني کورنۍ په ناقانونه توګه د اروپایي هېوادونو په سفر وتلي دي.

افغان حکومت وايي چې له دوه لکو ډير کسان له هېواده وتلي او که ځيني یې اروپایې کوم هېواد ته رسیدلي هم دي هلته له سختو شرایطو زوریږي چې یو شمېر یې بیرته د راتلو لیوالتیا لري.

په دې مړو شوو کسانو کې د یوې کورنۍ څلور مړي هم شامل وو چې ټوله کورنۍ یې په سفر تللي وه او اوس یې یوازې پلار او زوی بیرته له خپلو مړو سره ژوندي رغلي دي.

د دغې کورنی دری ماشومان او د ماشومانو مور یوه اوونۍ وړاندې په اوبو کې ډوب شوي وو.

د مړې شوي میرمنې یوه ورور ډاکټر نقیب راته د پیښې څه داستان داسې بیان کړ:

"په بیړی کې یې ډير کسان کینولي وو د ۱۲ کسانو په ځای یې له څلویښتو ډير کسان کینولي وو چې د ډير وزن له امله ډوبه شوي په دې کې زموږ شپږ کسان هم وو د خور میړه او یو خوریی مې ژوندي پاتې نور خور او درې خوریونه مې مړه شوي چې یوه اوونۍ وروسته نن یې موږ ته وسپارل."

د کورنۍ بل غړی فیاض وايي چې تره یې د حکومت کړنو ته په کتو په افغانستان کې له ژونده زړه ډک شوی وو او ۱۵ ورځې وړاندې یې له ټولې کورنی سره دې سخت سفر ته زړه ښه کړ.

د غیرقانونوي کډوالو منزل ته تر رسیدو مخکې هیواد ته د مړو جسدونو د راوړلو تر څنګ په دې وروستیو کې هغو هېوادونو ته تللي یو شمېرافغانان ژوندي هم بیرته هېواد ته راستانه شوي چې تر منزله رسیدلي وو خو د هغو هېوادونو سختو پالیسو بیرته په خپل هېواد کې ژوند ته لیواله کړي دي.

XS
SM
MD
LG