د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

اروپا ته غیر قانوني تګ، یوه بله افغانه کورنۍ د ویر په ټغر کېنوله


اروپا ته د غیرقانوني لارو څخه تګ، یوه بله افغانه کورنۍ د ویر په ټغر کینوله.

د دې کورنۍ مشر د خپلې میرمن نیلوفر او زوی محمد د جنازې په مراسمو کې په کابل کې ازادي رادیو ته وویل، د لور "نسترن" مړی یې لاموندل شوی نه دی.

د نیلوفر او محمد د جنازې مراسم په کابل کې ترسره کیږي، د دوی مور او زوی په دې وروستیو کې د ترکیې او یونان ترمنځ اوبو کې، ډوب شوي وو.

د دې کورنۍ مشر محمد نوروز نوري وايي، د کورنۍ ټول غړي یې اروپا ته د تګ پر لار له منځه تللي دي.

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"موږ قونسلګرۍ، خپلو ملګرو او د بهرنیو چارو وزارت ته اعلان کړه چې د دې مړو د لیږولو پیسې نه لرو، د جمهور رییس ځانګړي استازي ته چې هلته و هم لیک واستو. خو مرسته راسره ونه شوه .زما د میرمن نیلوفر او زوی محمد نوري مړی وموندل شول خو لور مې اوس هم لادرکه ده. قونسلګرۍ هم راسره مرسته ونه کړه."

ده ازادي رادیو ته وویل، د امکاناتو او پیسو نشتوالی اړ کړ چې د خپلې میرمنې، زوی او لور د مړو د موندلو لپاره څو ورځې انتظار وکړي.

دی وايي، یو نیم کلنه لور یې لا هم موندل شوې نه ده.

نوروز نوري له دولته غواړي چې د دې د لور نسترن د مړي د موندلو لپاره چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د ترکيې په اوبو کې ډوبه شوې ده، هڅې وکړي.

نوري وايي، اروپا ته د غیرقانوني لارو څخه تګ، لویه تیروتنه ده، ځکه چې قاچاق کوونکي د ټوپک په زور په یوې وړې کښتۍ کې چې د لسو کسانو ظرفیت لري، لسګونه کسان سپروي.

په ورته وخت کې د نیلوفر پلار او د محمد او نسترن نیکه نجیب خان وايي، د لور مړی یې څو ځایه شلیدلی او د بدن ځیني غړې ترې ایستل شوي وو:

"ویل یې دا مړی یې په اوبو کې موندلي، نو د بدن غړي دې ولې ځیني ایستلی دي.کله یې راوړل د بدن ټول غړی ځیني ایستل شوی او تنه یې څو ځایه ګڼدل شوې وه.په ایران او ترکیه دواړو له مړو سره دا چلند کیږي. له اشرف غني او عبداله څخه غواړو چې دې موضوع ته پام وکړي."

نجیب خان چې اوس هم په ایران کې اوسیږي او د لور او لمسو د جنازې لپاره کابل ته راغلی وايي چې د ترکېې په اوبو هره ورځ په لګسونو کشتۍ ډوبې او په لسګونو کسان په کې مړه کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې یوه کورنۍ اروپا ته د تګ په لار کې د خپلو غړېو په مرګ ویر کوي بلکې له دې مخکې هم ورته کورنۍ لیدل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دوه زره پنځه لسم میلادي کال کې پر دې لاره شاوخوا څلور زره کډوال مړه شوي چې شل فیصده یې افغانان دي.

د نیلوفر مېړه او د محمد او نسترن پلار نوري پر افغانانو غږ کوي چې په هېواد کې دې هر ډول کړاو ته غاړه کیږدي خو اروپا ته دې د تګ شوق او هڅه ونه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG