د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د قاچاقي (غېرقانوني) سفرونو له خطرونو خبر شئ!


په قاچاقي یا په غيرقانوني لارو سفرونه مو له کومو خطرونو سره مخ کولی شي؟
که چېرې تاسې هم پر قاچاقي لارو اروپا ته د تللو شوقي یئ نو ننۍ تاندې څانګې مو له ځينو هغو حقيقتونو خبروي چې پر دغو لارو تلوونکي کسان ورسره مخ شوي دي.

په یوه سندره کې مسافرو ته په دعا کې وايي چې (په امان اوسې له تودو بادونو...هر یو قدم دې شه په سرو ګلونو...) خو که څوک په ناسمو یاني قاچاقي یا په غیرقانوني لارو مزل ته زړه ښه کوي نو ښايي نه له تودو بادونو په امان شي او نه یې هم قدمونه په سرو ګلونو وربرابر شي. د ډېرو مړی ژوندی، ورک شي او د ګڼو غوښې د کبانو خوراک شي.
نږدې هره اوونۍ اروپا ته د تلوونکیو افغانانو د ډوبېدو خبرونه اورو خو بیا هم زموږ ګڼ ځوانان بهرني هېوادونه جنت بولي او هلته ورته نه پوهېږم پېسې په ونو کې راشنې شوې ښکاري او که په پټیو کې کرل شوې؟... د لغمان اوسېدونکی رحمت الله هم له همداسې ځوانانو څخه دی چې غواړي لندن ته لاړ شي، خو څنګه او په کومه لار؟ دی وايي چې له اروپايي هېوادونو سره مې مینه ده نو د دې له کبله چې په قانوني لاره هلته د ورتګ پېسې نه لرم ځکه مجبوره یم چې قاچاقي یا په غېرقانوني لاره لاړ شم.

څو ورځې مخکې په اتریش کې په یوه کانتینر کې د ۷۱ کسانو جسدونه وموندل شول چې په غالب ګمان سوري وګړي وو او غوښتل يې ځانونه په قاچاقي لاره اروپا ته ورسوي. د رحمت الله په څېر ګڼ افغان ځوانان به خامخا له دغو پېښو خبريږي خو څه وايي چې (هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې)، دی لا تر تارو جبې ندی ورغلی. ذبیح الله ځلاند، محمد عارف امرخیل او ضیاءالحق واحدي د ځينو هغو ځوانانو کیسې کوي چې په قاچاقي لار یې اروپا ته د تګ تکل کړی و خو داسې لاړل چې بیا پخپلو پښو بېرته رانغلل:
ذبیح الله ځلاند: اروپايي هېوادونو ته سفر له ژوند سره قمار وهل دي، زموږ تره زوی سره یونان هېواد ته په قاچاقي لاره یو ملګری روان و، وايي په لاره مار وچیچه، موږ پرېښود، چغې يې راپسې وهلې چې ما چا ته پرېږدئ، وروسته خبر شوو چې هماغلته مړ شوی او د هغې سيمې خلکو خاورو ته سپارلی و.
محمدعارف امرخېل: زما یو ملګری (اجمل) استرالیا ته په قاچاقي لاره لاړ، وايي د سمندر په منځ کې چې کله قاچاقبرانو پولیس ولیدل نو وتښتېدل او کښتي يې پرېښوده، کښتي مو ډوبه شوه، یو سپين ږيری او درې ښځې په سيند لاهو شوې، یوازې موږ درې تنه وژغورل شوو.
ضیاءالحق واحدي: یو ځوان چې شاکر نومېده، ډير هوښيار او بااستعداده ځوان و، کورنۍ يې په قاچاقي لاره لندن ته لېږه، د روسیه په کومه سيمه کې يې په واوره کې ډير مزل کړی و، اخر يې پښو کار پريښی و او هماغلته یخنۍ وژلی و او د کابل پوهنتون دغه محصله پېغله فریضه د یوه داسې ځوان کیسه راته کوي چې اروپا ته د تګ شوق پوهنتون ورنه پاتې کړ خو له ده ژوند پاتې شو:
( هو له هر ټولګي څلور پنځه ځوانان په قاچاقي سفرونو بهر ته ځي، دوی له درسونو او راتلوونکي بېزاره دي، ملامت ندي،ګوري چې ډېر ځوانان له پوهنتونه فارغه شي خو کار روزګار نشي موندلی. له بده مرغه که دوی ژوندي ورسيږي نو په اسانۍ قبولي نه ورکول کیږي. څه موده مخکې زموږ د پوهنتون د ژورنالیزم د دویم کال یو محصل غوښتل یوه اروپايي هېواد ته لاړ شي خو په ترکیه کې په اوبه کې غرق شو او جنازه یې بېرته هېواد ته راوړل شوه).

وايي زړې په څه هوښیاره يې؟ ویل يې، راباندې تيرې دي. د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد داود هغه پلار دی چې اولادونو ته يې سر سرتور و چې په قاچاقي لاره دې بهر نه ځي خو د خوار ملا اذان چا وانه ورېد، نو ولې يې اوس هماغه اولادونه په بل نظر دي، ځکه چې دوی د قاچاقي لارو تکلیفونه تجربه کړل او اوس يې پخپل کشري ورور هغه مشکلات نه لوريږي.

په دې ورځو شپو کې اروپا ته د تلونکو کډوالو په ډله کې تر بل هر چا سوري وګړي ډير دي، د افغانانو شمېر هم زرګونو ته رسيږي او د پاکستان او ایران په شمول د ځينو افریقايي هېوادونو خلک هم اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان یا IOM مسؤلان د یوه رپوټ پر بنسټ وايي چې اروپايي هېوادونو ته له غريبو هېوادونو کابو پنځه لکه کډوال ورغلي او په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې شپاړس زره یوازې افغانان یونان ته رسيدلي او په همدغو شپږو میاشتو کې تقریباً دوه زره کسانو په لاره کې په بېلا بېلو دلایلو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
څو ورځې مخکې د ترکيې په سواحلو کې د یوه درې کلن سوریايي ماشوم مړی وموندل شو چې پر لمدو ريګو پړمخ پروت و، دغه ماشوم (آلان) و، کورنۍ يې غوښتل چې یونان ته ورسيږي خو په لاره د توپان ښکار شول. د دغه ماشوم عکسونو او ويډيو ډير خلک وژړول. د ده د پلار د خولې کیسه افغان لیکوال او شاعر شرر ساپي د (المصرالیوم) په نوم له یوې خبري وېبپاڼې اخیستې او ژباړلې يې ده چې وږمه رشيدي يې درته لولي:
( موږ ۱۲ کسان وو، په وړې کیښتۍ کې -چې پنځه متره اوږده وه- کیناستو، له لږ مزل وروسته سمندر طوفاني شو، ترکي قاچاقبر سمندر ته ودانګل او وتښتید، موږ له څپو سره مخ شوو، کیښتۍ واوښته، خپل بچي او مېرمن مې ونیول، په کیښتۍ پورې مو یو ساعت ځانونه نخښلولي وو، زامن مې لا ژوندي وو، یو زوی مې يوې لوې څپې وواهه او مړ شو، مجبور شوم هغه مې پرېښود چې بل وژغورم، د دویم زوی خولې ته مې ځګونه راغلل، هغه مې پرېښود چې مور یې وژغورم، ګورم چې مېرمن مې هم مړه شوې ده، بیا درې ساعته نور هم په اوبو کې پاتې شوم او د ترکې ساحل ته ورسیدم.)

په کابل کې د کډوالو نړېوال سازمان یا IOM که یو خوا له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي نو بلخوا خلک د قاچاقي یا په غير قانوني لاره د سفرونو له خطرونو هم خبروي. د دې ادارې د پروګرامونو مشر مسعود احمدي په ځينو اروپايي هېوادونو کې د افغانو او نورو کډوالو ژوند له نږدې لېدلی، دی وايي هلته اکثره رسيدلي کسان پښېمانه وو، ځکه دوی فکر کړی و چې اروپا ته په رسېدو سره به خبره خلاصه شي خو خبر نه وو چې نور ډير جنجالونه لا پاتې دي.

د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه له یوه اروپايي هېواده یوه افغان کډوال نسیم شاه راته لیکلي وو چې کله اروپآ ته راتلم نو په سفر کې شپږ نجونې هم راسره وې، ایجنټانو یا قاچاقبرانو جنسي تيری پرې وکړ او هيچا يې هم مخه ونه نیولی شوه. ښاغلی مسعود احمدي هم وايي چې غیرقانوني سفرونه یوازې د مرګ نه بلکې د ابروريزۍ خطرونه هم لري، دی د یوې ښځې او مېړه کیسه هم راته کوي...

څوک به د اقتصادي او امنيتي ستونزو له کبله اروپآ ته زړه ښه کوي خو د اروپا په لوړو ودانیو او شنو پارکونو کې د ځوانانو اخیستل شوي عکسونه او کور ته په راستنیدو سره دوی ته د خلکو مېلمستیاوې هم هغه څه دي چې نور ځوانان هم اروپا ته د تګ لپاره هڅوي، حاجي نظرمحمد راغب یو ګرځېدلی سړی دی، دی وايي چې په غربي او ځينو شرقي هېوادونو کې له افغانو مسافرو سره نامناسب چلند کیږي، سخت او درانه کارونه ټول د دوی په غاړه دي. راغب زیاتوي چې له بهرنیو هېوادونو د راغلیو مسافرو ډیر نازول او دوی ته میلمستیاوې کول د کلي او سیمې نور ځوانان هم هڅوي چې د دوی په څېر مسافر شي. خو له حقیقته څوک ندي خبر، دوی په ښو ښو ځایونو کې عکسونه اخلي او نورو ته دا ښکاره کوي چې دوی هلته ښه ژوند لري، خو په اصل کې کیسه برعکس ده.

ویل کیږي چې د قاچاقي سفرونو د ځينو بېړیو یا کښتيو لاندينۍ برخه د لوړو ودانیو د لفټونو غوندې وي، چې کله هم قاچاقبر د کوم خطر احساس وکړي نو هغه برخه وازوي او پکې پټ کړای شوي مسافر په سمندر کې لاهو کیږي، د ځينو مړي موندل کیږي او ځينې د کبانو ښکار کیږي. نو که اوس هم تاسې په قاچاقي یا په غیرقانوني لاره اروپا ته د تګ شوقي يئ، هیله ده چې پخپل دغه نیت بیا فکر وکړئ.

دا خپرونه پر فېسبوک پېدا کړئ، پته ده: www.facebook.com/TandySangy
پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:www.azadiradio.org
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG