د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

ترکیه: په ډوبې شوې کښتۍ د ۲۴کسانو مړي موندل شوي


د ترکي رسنیو د راپورونو له مخکې ډوبې شوې کشتۍ ټولې ۴۲ سپرلۍ درلودې چې څلوېښت یې افغان کډوال او درې یې د کشتۍ کارکوونکي یا عمله وو.

د راپورونو له مخې په دې ډله کې د ۲۴ کسانو مړي موندل شوي او دولس نورلاهم تري تم دي او شپږ تنه یې ژغورل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې موندل شوي مړي اکثر د ماشومانو دي.

د ترکیې د راډیو او ټلویزیون د ادارې رسمي ویبپاڼه ټي ار ټي د یوه کب نیوونکي له قوله چې د پېښې عیني شاهد دی راپور ورکوي چې وايي دی، د کب نیولو لپاره د سمندرغاړې ته تللی و چې په اوبو کې یې د دوو کسانو مړي ولیدل او بیا یې په منډه د ساحلي امنیت چارواکي خبر کړل. دا کب نیوونکی وایي چې د سهار په شاوخوا شپږو بجو یې دوه درې جسدونه، بېکونه، بوټان او ځیني نورشیان او بیا دوه درې کسان چې ژوندي وو په اوبو کې ولیدل.

د ټي ار ټي د راپورله مخې د پېښې ځای ته لومړی د ساحلي امنیت د ژغورنې دوه ګړندۍ کشتۍ او طبي وسایل ورسول شول او بیا د پوځ کشتۍ او هیلیکوپټرې او د مسلکي لامبوزنو ټیمونه ورسېدل.

د ترکیې صدراعظم احمد داووداوغلو له دې پېښې وروسته ویلي چې د افغان کډوالو د مړینې پېښې د ترکانو زړونه داغلي دي.

داوود اوغلو وايي چې د غیرقانوني مهاجرت ستونزه نه یوازې د ترکیې، بلکې د ټولې اروپا او ځانګړې توګه د مدیترانې د سمندرګي د غاړې هېوادونه ګډه ستونزه ده.

د ترکیې رسمي خبري اژانس ټي ار ټي مخکې هم راپور ورکړی و، چې د ترکیې او ایران په ګډ سرحد کې د سړې هوا له کبله درې تنه افغان کډوال مړه او د ترکیې وان ایالت ته لېږدول شوي وو.

ټي ار ټي د ژغورل شویو افغانانو له قوله لیکلي چې له قاچاقبرانو سره یې د اوه زره یورو په بدل کې اروپا ته د تلو خبره کړې وه.

د پېښې د سیمې کب نیوونکي وايي، د افغانانو د سپرلۍ کشتۍ دولس متره اوږدوالی لري او یوازې د لسوکسانو د لېږدولو وړتیا لري په داسې حال کې چې د ډوبېدو پرمهال له څلوېښتو زیات کسان په کې سپاره وو.

XS
SM
MD
LG