د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

فقیري:په یونان کې د افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه څیړنې کوو


په داسې حال کې، چې د یونان کارفو ټاپو تر څیرمه په ژورو اوبو کې د لادرکه شوېو دوه ویشتو افغانانو لټون روان دې، افغان حکومت په اروپا کې خپلو ډیپلوماټانو ته دنده سپارلې، چې له نږدې په دې مسئلې کار وکړي.

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې د غیرقانوني کډوالو په دې بیړۍ کې، چې د یکشنبې په ورځ ناوخته د تندو بادونو له کبله د یونان په اوبو کې ډوبه شوه د افغانانو په ګډون ټول دوه سووه درې شپیته پناه غوښتونکي سپاره وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د لادرکه شوېو کسانو د هویت پیژندګلوي لومړنې کار دې، چې دوي یي ترسره کول غواړي:

"د افغانستان سفارت په روم او بروکسل کې دندې په غاړه اخیستی چې دا مسله له یوناني چارواکو او ایټالوي چارواکو سره مطرح کړي او کوم کسان چې ډوب شوي دي د هغوي د هویت په اړه راپور راکړي."

په نړېوالو رپورټونو کې د یونان د سمندري ځواکونو په حواله ویل شوي، چې د ډوبې شوې بیړۍ دوه سووه یو څلویشت کسان ژغول شوي او اوس د هغو دوه ویشتو افغانانو لټه روانه ده، چې لا هم لادرکه دي.

ژوندي ژغورل شوي کسان یوې هالنډي بیړۍ، چې له سیمې نه د تیرېدو په حال کې وه له ځانه سره پورته کړي، چې یو شمېر افغانان هم په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په دې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې، خو په عینې حال کې د عامه پوهاوي د یو داسې پروګرام د پیلولو سپارښتنه کړې، چې افغانان د غیر قانوني مهاجرتونو له خطرونو خبر کړي.

د دې ادارې یو ویاند نادر فرهاد د افغانانو د غیر قانوني مهاجرت یو اساسي علت اقتصادي کمزورتیا او بې کاري وبلله، چې زیاتره ځوانان دې سفر او د مرګونو خطرونو منلو ته اړباسي.

د ښاغلي فرهاد په وینا که څه هم افغان حکومت او په ځانګړې ډول د کډوالو چارو وزارت د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنیوي لپاره پراخې هڅې کوي، خو لا هم دا ستونزه موجوده ده.

د کار او ټولینزو چارو وزارت هم هڅه کوي، چې د ځینو مهمو پروګرامونو په پلې کولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د هغوي د غیرقانوني سفرونو مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند احمد فرید راید ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې په دې برخه کې روانو هلو ځلو ته په اشارې هغه ستونزې هم په ګوته کوي، چې په هېواد کې یي د بې کاري او بې وزلۍ کچه لوړه کړې:

"تر کومه بریده چې زموږ وس او توان رسیږي موږ خپل کار په ډیر کلک هوډ سره پر مخ بوځو خو ناامني ددې سبب شي چې د بې کارۍ سطحه لوړه کړي."

دا لومړې ځل نه دې، چې افغانان د یونان په اوبو کې د یوې ښې راتلونکې په هیله ډوبیږي، بلکه تر دې مخکې د اندونیزیا سمندر هم د افغان ځوانانو مړي لمبولي او کله نه کله خو په کانټینرونو کې یي ساه ورکړې.

د کتونکو په وینا افغان حکومت باید په هېواد کې د بې کارۍ او اقتصادي بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زیات ګټور او عملي ګامونه پورته کړي، څو د دا ډول زره بګنوونکو پېښو مخنیوې وشي.

راپور-حمید مومند،کابل
XS
SM
MD
LG