د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

په بلغاریا کې د افغانانو د مړو پیدا کېدل ټکان ورکونکی وبلل شو


په بلغاریا کې هغه لارې چې په کې د ۱۸ افغانانو مړي موندل شوي دي.
په بلغاریا کې هغه لارې چې په کې د ۱۸ افغانانو مړي موندل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمانونه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي چې په بلغاریا کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو د مړو موندلو دوی ته ټکان ورکړی دی.

محمدي د غزني ولایت اوسېدونکی دی او اوس د ایران په پلازمېنه تهران کې کار کوي.

د محمدي په خبره، د ده دوه ملګري درې میاشتې مخکې ترکیې ته په ناقانونه لاره روان شول چې یو یې لا هم لاردکه دی.

محمدي ازادي راډيو ته د خپل ملګري نوم نعمت واخیست او زياته يې كړه: "زما دوه ملګري له درېيو مياشتو راهيسې له ايران څخه تركيې ته تللي دي، يو يې افغانستان ته شړل شوى او بل يې لا معلوم نه دى."

د محمدي په وینا، د نعمت کورنۍ لا هم د هغه له برخلیک بې خبره ده.

يوې مېرمنې هم چې ویې نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته یې د خپل مېړه د ورکېدو خبره وکړه.

دا مېرمنه وايي، مېړه یې يو کال وړاندې په ناقانونه توګه ايران ته روان شوی و.

دغه مېرمن چې د کابل اوسېدونکې ده او د څو ماشومانو مور ده، په وټس اپ کې یوې مرستندویه ډلې ته یوه ویډیو لېږلې او ورنه یې غوښتي چې له دې او ماشومانو سره یې مالي مرسته وکړي.

د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې صديقه وايي، سره له دې چې خلک د ناقانونه کډوالۍ له خطرونو خبر دي، خو د امنيتي او اقتصادي ستونزو، د پاسپورټونو د وېش د بندېدو او په تور بازار کې یې د لوړ قیمت له امله اړ دي چې دغه لاره غوره کړي.

هغه څه چې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې په پاسپورټ ریاست کې يې د فساد په تور لسګونه کسان نيولي دي.

صدیقې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د خپل ورور بیا ځلي ناقانونه مهاجرت د لامل په اړه ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم موږ پوهېږو چې د لارې حالت خراب دی، خو هغه مجبوره دی باید ولاړ شي، پاسپورټ هم نه لري، اوس په څلور زره ډالرو پاسپورټ ورکوي، مونږ دومره پيسې نه لرو چې په پاسپورټ یې ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د بلغاریا امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ د دغه هېواد پلازمېنې صوفیا ته څېرمه په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغانانو مړي چې په غیرقانوني توګه له ترکیې څخه بلغاریا ته تللي وو وموندل.

له دې لارۍ ژغورل شوي ۳۴ نور کسان په صوفیا کې تر درملنې لاندې دي او د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د دغو افغان کډوالو د مړینې په تړاو اووه کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر د کډوالو نړیوال سازمان یا آی او ایم او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف وايي چې په بلغاریا کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو موندلو دوی ته ټکان ورکړی دی.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، باور لري چې د دې "ناوړه جنایت" عاملان به ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

اعلامیه زیاتوي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سلګونو کسانو اروپا ته د کډوالۍ په لاره مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم پرون شنبه د فبرورۍ ۱۸مه په دې پېښه خواشیني څرګنده کړه او له عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته یو ځل بیا غیرقانوني مهاجرتونه زیات شول.

د هغو کسانو سربېره چې د تخلیې پروسې له لارې بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل، یو شمېر نور د امنیتي او اقتصادي ستونزو او د طالبانو د حکومت د بشري حقونو د محدودیتونو له امله، په ځانګړې ډول په نجونو او ښځو کډوالۍ ته اړ شول چې ډېری دغه سفرونه په ناقانونه لارو وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG