د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

له افغانستانه د کډوالو غیر قانوني وتل؛ په ژمي کې هم دا لړۍ توده روانه ده


د ایران پر پوله افغان پناه غوښتونکي
د ایران پر پوله افغان پناه غوښتونکي

له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي.

که څه هم دا بهیر له تېرو ۴۰ کلونو را په دېخوا روان دی چې ډېری لاملونه یې په دغه هېواد کې د ناامنیو، بې کارۍ او کورنیو جګړو شتون دی.

مخکې کلونو کې به د قاچاقي کډوالیو لړۍ د ژمي په موسم کې د سړو له امله درېدله، خو سږکال پر ټول افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره خلک ان دې ته چمتو دي چې په ژمي کې هم که په قانوني توګه له هېواده ونه وځي او ناقانونه کډوالۍ غوره کوي.

افغانې پناه غوښتونکي کورنۍ
افغانې پناه غوښتونکي کورنۍ

د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو څارنوال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د نظام بدلون او د طالبانو په راتګ سره له ټولو زندانونو د بندیانو خلاصون او امنیتي ګواښونو اړ کړی چې هېواد پرېږدي.

دغه افغان څارنوال وایي، دا مهال له خپلې کورنۍ سره په یو نامعلوم ځای او هویت ژوند کوي خو نه شي کولای دوام ورکړي.

دی وایي: "دغې پروسې ته اوس په تمه یو او په یو نامعلوم ځای کې ژوند کوو، موږ هڅه کوو چې خپل ځانونه پټ وساتو، ځکه په ځلونو په مرګ ګواښل شوي یو، دې ته په تمه یم چې نن یا سبا به راته د بهرنیو هېوادونو له لوري ایمیل راشي چې تاسو ته پناه درکوو، خو د کومو کېسونو په اړه چې موږ ثبت کړی، تر اوسه هېڅ هېواد ځواب نه دی راکړی، که قانوني لار راته پیدا نه شي، زه غواړم په ناقانونه او قاچاقي توګه له افغانستانه ووځم."

یاد کس ازادي راډیو ته وویل په دې ښه پوهېږي چې نا قانونه او په قاچاقي توګه کډوالي ګواښوونکې او د یو ناڅرګند برخلیک په لور حرکت کول دي.

بل خوا یو شمېر هغه افغانان چې په قاچاقي ډول تر اروپایي هېوادونو رسېدلي له سختو کړاونو سره مخ دي.

له دې ډلې یوه افغانه ښځه چې له خپلو ماشومانو او خاوند سره د سربیا د کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي او نه غواړي چې غږ یې خپور شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل چې له تېرو دوو کلونو را په دېخوا یاد کمپ کې ژوند کوي او تر اوسه یې د پناه غوښتنې د کیس په اړه د دولت له لوري هېڅ اقدام نه دی شوی.

د سربیا کمپ
د سربیا کمپ

دا مېرمن وایي، په لارو کې یې سختې شپې او ورځې تېرې کړي او لا یې هم دا سختۍ پای ته نه دې رسېدلي.

سږکال له افغانستانه په بې ساري توګه په میلیونونو کسان اروپایي هېوادونو، ګاونډیو هېوادونو او بېلابېلو نورو هغه ځایونو ته کډوال شول چې له خپل هېواده ورته امن او د ژوند کولو وړ ښکارېدل.

یو شمېر کابل ښاریان د طالبانو له حکومته غواړي چې خلکو ته د امن ژوند او کار زمینه برابره کړي تر څو د کډوالۍ مخه ونیول شي.

له دې ډلې د کابل یو اوسېدونکي عبدالله احمدزي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "دا (قاچاقي) لارې خطرناکه ځکه دي چې د ژوندي رسېدو تمه ترې نشته، خلک لارو کې هلاک کېږي، مړه کېږي او که څوک له دې لارو ژوندي هم ووځي، با په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ په ستونزو اخته وي، د طالبانو حکومت ته په کار ده چې خلکو او ځوانانو ته دې د کار او امنیت زمینه برابره کړي."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په خبرو بریالي نه شوو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د دوی د شمېرو له مخې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له یو لکو زیات خلک له بېلابېلو لارو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي چې ډېری هغه یې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پر مهال د افغانانو د تخلیې په پروسه کې شامل وه.

ښاغلی مجاهد وایي، دوی له پاتې افغانانو غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي، د دوی له لوري ورته ګواښ نه شته او په نا قانونه او قاچاقي کډوالیو کې دې خپل ژوند نه تریخوي.

مجاهد وایي: "اسلامي امارت د کډوالۍ د مخنیوي لپاره خپلې هڅې کړي، موږ ډاډ ورکړی چې څوک د وېرې احساس ونه کړي، همدارنګه زموږ هغو مسوولین چې مالي او سوداګريز مسایل کنټرولوي، هڅه کوي چې خلکو ته بوختیاوې پیدا کړي چې د اقتصادي ودې لپاره کار وشي، له امنیتي اړخه چاته ستونزه نه شته، پیغام مو دا دی چې خلک دې کډوال نه شي، که دوی کډوالېږي له ځان او هېواد سره ظلم کوي، نو باید خپل هېواد کې پاتې شي."

مجاهد وایي دوی له پاتې افغانانو غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي
مجاهد وایي دوی له پاتې افغانانو غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالین او بنسټونه د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښیي.

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ بورډ غړي ماهر مومند د نا قانونو لارو کډوالو نه غوښتنه کوي چې په خپل مېشت ځایونو کې دې د کډوالۍ اړوند ادارو سره ځان ثبت کړي.

ښاغلی مومند له ټولو هغو بهرنیو هېوادونو چې د کډوالۍ نړیوال کنوانسیون یې لاسلیک کړی، غواړي چې افغان کډالو ته دې پناه ورکړي .

ماهر زیاتوي: "غږ مو پر هغو هېوادونو چې د ملګرو ملتونو ۱۹۵۱ د کډوالو کنوانسیون یې لاسلیک کړی او د دې کنوانسیون له مخې د کډوالو پر منلو او پناه ورکولو مسوول دي، دا دی چې کډوالو ته دې پناه ورکړي او د پناه ورکولو په بهېر کې دې د دوی شمېر زیات کړي ځکه چې اوس په افغانستان کې حالات بد دی."

ماهر مومند له هغو هېوادونو چې د کډوالۍ نړیوال کنوانسیون یې لاسلیک کړی غواړي چې افغان کډالو ته پناه ورکړي .
ماهر مومند له هغو هېوادونو چې د کډوالۍ نړیوال کنوانسیون یې لاسلیک کړی غواړي چې افغان کډالو ته پناه ورکړي .

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له افغانستانه په قاچاقي ډول د تللو کسانو ځینې خپرې شوې ویډیو ګانې او عکسونه ښیي چې د ایران او ترکیې په پولو کې له سختو کړاوونو سره مخ او ان ځینې یې د قاچاق وړونکو له لوري د پیسو د غوښتلو په بدل کې شکنجه شوي دي.

ډېری هغه افغان کډوال چې تر یونانه رسېږي په کښتیو کې د سفرونو پر مهال د ډوبېدو له ګواښوونو سره مخ شوي ان دا چې یو شمېر یې په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

خو هغه معلومات چې ازادي راډیو ته رسیدلي ښيي چې په ۳۱م د اګسټ ۲۰۲۱کال کې کله چې امریکايي سرتیري له افغانستانه ووتل، شااوخوا یو میلیون افغانان له بېلابېلو لارو له افغانستانه ووتل.

دغه شان د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې راغلي چې په وروستیو اونیو کې یو شمېر هغه افغانان چې په غیر قانوني ډول له پولو اوړي، د پخوا پرتله هغه وخت چې نړیوال سرتیري په افغانستان کې وو، له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې په کې زیاتوالی راغلی.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې لیکلي چې په اوس وخت په کې اوونۍ لږ تر لږه ۳۰ زره تنه له افغانستانه وځي.

XS
SM
MD
LG