د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

تېر میلادي کال کې له ٨٠٠ زره ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شوي


آرشیف، له پاکستانه د کډوالو د بېرته ستنېدو يو انځور
آرشیف، له پاکستانه د کډوالو د بېرته ستنېدو يو انځور

افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، چې په 2020میلادي کال کې 800او پنځوس زره او 857 تنه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې په وروستیو کلونو کې د بېرته راستانه شویو تر ټولو لوړه کچه جوړوي.

‎محمد جمعه په ایران کې تر ۱۴ میاشتني قاچاقي ژوند او کار وروسته، د کرونا ویروس په خپرېدو اوزګاره شو او له دې وېرې چې په دغه ویروس اخته نه شي، په خپله خوښه د هرات د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستون شو.

‎دی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی وايي، بېوزلۍ او بېکارۍ اړ کړ چې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي.

‎د ده په باور که د کار لپاره په هېواد دننه فرصتونه برابر وای، خپل هېواد به یې نه پرېښوده.

هغه زياتوي: "دکرونا له امله راغلم، هلته زموږ پوښتنه نه کېدله، ان که تبه مو هم لرله په روغتونو کې موږ ته درمل نه راکول کېدل، موږ هم ووېرېدلو او بېرته هېواد ته راستانه شوو."

‎د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې‌، افغانستان ته په 2020میلادي کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې تر ټولو زیات ک‌‌‌‌‌‌ډوال بېرته راستانه شوي دي.

‎د دغه وزارت په خبره، له یادو هېوادونو په تېر یو کال کې 800 او پنځوس زره ک‌‌‌‌‌‌ډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي.

آرشیف: افغانستان ته راستانه شوي کډوال
آرشیف: افغانستان ته راستانه شوي کډوال

‎له ایران نه بیا 831 زره ک‌‌‌‌‌‌ډوال راستانه شوي چې د راستانه شویو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو لوړه کچه جوړوي.

‎د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو وزارت د رسنیو د برخې سلاکار عبدالباسط انصار وايي: "شاوخوا 800 او پنځوس زرو او 857 کسان بېرته راستانه شوي، له پاکستان نه 8223تنه، له ایران نه 831 زره او 698 او له ترکیې نه بیا 10624 تنه ک‌‌‌‌‌‌ډوال راستانه شوي دي، تر ټولو زیات بېرته راستانه شوي له ایران بیا ترکیې او بیا له پاکستان نه دي، چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې په خپله خوښه راګرځېدلي دي."

په دې برخه کې يو شمېر مرستندويه بنسټونه شته لکه د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره يا د يو ان ايچ سي ار نړیوال سازمان يا په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان ای او ام دفتر چې د کډوالو د بیا راستندنې په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو کې د کډوالو چارو له وزارت سره همکاري کوي.

‎د ملګرو ملتونو سازمان د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو دفتر د رسنیو برخې مسوول نادر فرهاد وايي، هر هغه کس ته چې وغواړي په قانوني توګه خپل هېواد ته راستون شي د دغه دفتر له لوري 250 امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالره ورکول کېږي.

‎ هغه زیاته کړه: "د هغو سیمو لپاره چې مجدد ادغام په کې کېږي، زیات پروګرامونه ورته لرو، په شلو سیمو کې د سرپناه جوړول، د روغتیایي کلینیکونو جوړول، ښوونځي او د کار زمینه ورته برابروو، زموږ د ټیمونو او د بېرته راستانه شویو د څلورو مرکزونه له لوري ورسره مرسته کېږي، په روان کال کې مو له دوه زره زیاتو هغو کډوالو سره چې په خپله خوښه راستانه شوي وه، مرستې وکړې."

‎خو ګڼ شمېر داسې افغانان هم شته چې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ژوند ته خپل هېواد ته د ستنېدو په پرتله لومړیتوب ورکوي.

‎د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې ایران او پاکستان کې دوه نیم مېلیونه افغانان د ک‌‌‌‌‌‌ډوالوژوند تېروي.

‎بې کاري او بې وزلي نور هېوادونو ته په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د افغانانو د ک‌‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ستر لاملونه دي او د قانوني لارې تګ زیات لګښت د دې لامل شوی چې ‌‌‌‌‌‌ډېری افغان ځوانان په سختيو او ناقانونه او قاچاقي‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډول ګاونډيو او نورو بيلابيلو هيوادونو ته سفرونه او د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ژوند خپل کړي.

XS
SM
MD
LG