د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د غیرقانوني کډوالو په اړه د ایران نوې طرحې افغانستان کې جدي غبرګونونه پارولي


ارشیف، دا هغه افغان کډوال دي چې له ایران څخه پر اسلام قلعه افغانستان ته رااوښتي دي.
ارشیف، دا هغه افغان کډوال دي چې له ایران څخه پر اسلام قلعه افغانستان ته رااوښتي دي.

په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وايي، که د دغه هېواد د اسلامي شورا مجلس د پارلمان نوې طرحه تصویب کړي، نو دغلته زیات شمېر مېشت افغان کډوال به له یو لوی ناورین سره مخ شي.

د ایران د پارلمان د یو شمېر استازو په نوې طرحه کې چې د دې هېواد د اسلامي شورا مجلس ته يې وړاندې کړې، د غیرقانوني کډوالو په وړاندې سخت قیودات وضع شوي دي.

دغه طرحه په ایران کې د افغان کډوالو د جدې اندېښنې سبب شوې.

دوو افغان کډوالو عابدین حسیني او علي ناصري ازادي راډيو ته وویل: "که دا طرحه تصویب شي، دا یو ډېر دروند زیان دی، فشارونه به لا زیات شي، درانه جرمونه به زیات شي، له کله نه چې دا طرحه رسنیزه شوې، موږ جدي اندېښمن یو، له ایراني چارواکو غواړو چې د دې طرحې د تصویب مخنیوی وکړي.

د غیرقانوني کډوالو په اړه د ایران طرحه؛ که تصویب شي افغان کډوال به له لوی ناروین سره مخ شي

-موږ د بهرنیو چارو له وزارته غواړو چې دا مسئله له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي، موږ له افغان دولته غواړو چې دا مسئله وڅېړي،افغان کډوال غواړي چې باعزته خپل کورونو ته ستانه شي."

د یو شمېر ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې په دې طرحه کې ویل شوي، هرهغه بهرنی اوسیدونکی چې له اجازې پرته ایران ته داخل شي، یا په دې هېواد کې مېشت او یا تګ راتګ ولري، ښایي له ۲۵ کالو زیات بندي شي او هم باید سل میلیون تومان نغدي جرېمه ادا کړي.

دې طرحې په یوه برخه کې چې په ایراني رسنیو کې خپره شوې راغلي دي چې"د غیر قانوني اتباعو پر موټر باندې ډزې کول که موټر د پولیسو له درولو او تالاشۍ نه وتښتي او د اتباعو د انتقالولو قوي شک موجود وي، د قانون د نورو ضوابطو په مراعت سره د وسلې کارول مجاز دي."

په دې طرحه کې راغلي دي، هغه کسان او یا مرکزونه چې غیرقانوني مهاجرو ته ځای ورکړي هغوی به هم نغدي جریمه شي او د دغو کډوالو د استخدام په وجه به یې مالونه ضبط شي.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، په ایران کې افغان کډوال
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، په ایران کې افغان کډوال

له دې سربیره ټول بهرني کسان چې په قانوني توګه په ایران کې اوسېږي، مکلف دي چې هر کال د دې هېواد اړوند ادارو ته د خپلو مالونو او په ایران کې ترلاسه کړیو شتمنیو حساب ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه غواړي چې د افغانستان روانو حالاتو ته په پام د غیرقانوني کډوالو په تړاو نوې طرحه رد کړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند سید عبدالباسط انصاري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ایران باید د ګاونډيتوب اصل ته په پام پر دغې طرحې بیا کتنه وکړي.

ښاغلي انصاري زیاته کړه: "دغه پرېکړه د ایران د اسلامي شورا له خوا ترتیب شوې ده، خو زموږ غوښتنه دا ده چې د ایران حکومت له خوا د دې مخنیوی وشي او تصویب نه شي، ځکه د دې طرحې له مخې به افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شي.موږ د ګاونډيتوب اصولو په پام کې نېول غواړو، ایران باید د افغانانو ستونزې درک کړي او هغوی ته د با عزته را ستنېدو فرصت برابر کړي."

د یادونې وړ ده چې د ایران امنیتي ځواکونو په وار- وار پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې په غیر قانوني توګه هغه هېواد ته داخل شوي وو.

د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله، اسلام قلعه چېرته چې افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته رااوړي
د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله، اسلام قلعه چېرته چې افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته رااوړي

له دې څو میاشتې مخکې د ایران په ایزد ښار کې د افغان مهاجرو یو موټر هغه وخت وسوځېد چې ایراني ځواکونو پرې ډزې وکړې. په دې پېښه کې درې تنه افغانان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

له دې څو اوونۍ مخکې ۴۶ افغان کارګر او غیرقانوني کډوال د افغانستان او ایران په پوله په سیند کې ډوب کړای شول چې یوازې ۱۷ تنه یې وژغورل شول.

د دې پېښې نه ژغورل شویو کسانو ویلي وو چې ایراني پوله ساتونکو هغوی شکنجه کړي او بیا یې ټول د هریرود سیند ته اچولي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنیدونکو د چارو وزارت د شمېروله مخې اوس مهال ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر په ایران کې اوسېږي چې شاوخوا اته لکه يې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي او هېڅ ډول رسمي سند نه لري.

XS
SM
MD
LG