د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

ریچارډ میلس: د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیمانمن شوی


ارشیف
ارشیف

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال وایي، په کم عمر کې د نجونو د واده او په درنو کارونو کې له ماشومانو څخه استفادې د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیانمن کړی دى.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال وایي، په کم عمر کې د نجونو د واده او په درنو کارونو کې له ماشومانو څخه استفادې د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیانمن کړی دى.

یوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، په ایران کې یې ارامه ژوند درلود، خو د دې لپاره چې لوڼې یې وکړای شي لوړې زده کړې وکړي نو له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راغله.

د هغې په خبره، اوس چې طالبانو د نجونو د تعلیم او تحصیل مخه نیولې نو اړ ده چې د خپلو لوڼو د خوښې خلاف دوى واده کړي، ځکه په وینا يې، شته ناڅرګند حالت دې او لوڼو ته یې رواني ستونزې پیدا کړي.

نوموړې زیاته کړه: "خیاطي مې وکړه او له ډېره کاره مې ملا ډیسک شوه چې ودرېږه لوڼې مې درس ووایي، خو څه ګټه لري، په دې افغانستان کې هېڅ په درد نه خوري. اوس نو مجبوره یم چې دواړه لوڼې مې واده کړم، حال دا چې دوی نه غواړي او غوښتل یې چې درس ووایي. کاشکې افغانستان د داسې یو چا په لاس کې وای چې دا نجونې يې درک کړي وای."

په وسله والو شخړو کې د راګیرو ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو یو ځانګړی راپور ښیي چې لا هم په نړۍ کې له ډېر شمېر ماشومانو څخه په نظامي فعالیتونو کې استفاده کېږي.

دا راپور چې تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غوڼډې ته وړاندې شوی په کې راغلي چې په شخړو کې ډېری راګیر ماشومان په دغو شخړو کې ټپیان کېږي، مري، تښتول کېږي او انساني حقونه ترې اخیستل کېږي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال ریچارډ میلس دغې غوڼډی ته وویل چې په وسله والو شخړو کې د زیانمنېدو ترڅنګ دا مهال افغان نجونې په کم عمر کې له ودونو او یو شمېر هلکان د بچه بازۍ له ناوړه کړنو څخه هم ځورېږي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال ریچارډ میلس
په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال ریچارډ میلس

ریچارډ میلس وايي: "په افغانستان کې په کم عمر کې واده او پر ماشومانو د درنو کارونو کول د ماشومانو او ځوانانو فزیکي او دماغي حالت زیانمنوي. په ځانګړې ډول په کم عمر کې د نجونو امېندواره کېدو او د امېندوارۍ پر مهال له خوندیتابه څخه بې برخې کېدو دوى اغېزمنې کړي. د امریکا متحده ایالات د بچه بازۍ ناوړه کړنه غندي او له طالبانو غواړي چې دا ناوړه کړنه له منځه یوسي، پر وړاندې یې له ماشومانو ساتنه وکړي او له دې امله زیانمنو شویو ماشومانو ته خدمات وړاندې کړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې اوسمهال په افغانستان کې جګړه پاى ته رسېدلې، له همدې امله ماشومان د جګړې له زیانونو په امان کې دي او دوی هم د خپلو پوځیانو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د جلب و جذب مخه نیولې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "هغه امنیتي ارګانونه چې زموږ ځواکونه هغو کې کار کوي، په هغو کې سن شرط دی چې باید د یو کس سن له ۲۰ تر ۲۲ کلونو وي. بله موضوع د بچه بازۍ ده، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې دا مسئله منتفي ده. که چېرته د یو جنایت په توګه هم څوک دا وکړي، زموږ ارګانونه ورته متوجه دي او مخنیوی یې کوي."

په شخړو کې د راګیر ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ویرجنیا ګامبا د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په نړۍ کې تر ټولو زیانمن ماشومان هغه دي چې له زده کړو او د ژوند له فرصتونو بې برخې کړای شوي، له لوږې سره مخ دي او سرپناه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۸ میاشتې مخکې طالبانو واک ته له بیا رسېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راوګرځولې او نږدې دوه میاشتې کېږي چې د نجونو په مخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG