د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د کم عمره نجونو ودول۴۰ سلنه زیات شوي


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د کم عمره نجونو د ودونو په زیاتوالي اندیښنه ښيي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د روان لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو څیړنې ښيي چې؛ په هېواد د کم عمره نجونو په ودولو کې څلوېښت فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې کمیسیون چارواکي وایي؛ ډیرې هڅې یې کړي چې د دې ډول ودونو مخه ونیسي؛ خو بیا هم په دې اړه اندیښمن دي.

د دې کمیسیون د ښځو چارو د هم اهنګۍ د څانګې مسووله لطیفې سلطاني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ یوازې نجونې نه بلکې کم عمره هلکان هم د دې دود قرباني شوي دي:

"بې وخته ودونه په څلوېښتو موارده لري؛ چې پنځه اعشاریه شپږ فیصده یې د بدل او صفر اعشاریه پنځه فیصده یې د بدو په توګه دي.

اوسمهال لکه څنګه وړې نجونې واده کولو ته مجبوریږي او یا پرې جنسي تیری کیږي، په ځینو ولایتونو کې هلکان هم مجبوریږي چې؛ واده وکړي.

ځیني هلکانو کمیسیون ته شکایتونه کړی چې؛ دوی واده کول نه غواړي. خو پلرونه یې مجبوروي."


میرمن سلطاني دا ونه ویل چې؛ څومره کم عمره هلکانو دوی ته شکایت کړی دی.

دې داهم وویل، اکثره دا ډول ودونه په شرقي او جنوبي ولایتونو او هغو سیمو کې چې ناامنه دي کیږي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي؛ د دې ستونزې مخنیوی ته یې د دیني عالمانو مرستې جلب کړي او دوی کولی شي د داسې ودونو راپور کمیسیون ته ورکړي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک په داسې حال کې پر مسالې اندیښنه ښيي چې د بادغیس ولایت د ښځو چارو مسئولینو ویلی چې، په وروستی میاشت کې لس نجونی چې عمرونه یې شاوخوا لسو کلونو ته رسیدلی وو؛ د پاخه عمر نارینه ته واده شوي دي.

د افغانستان د مدني قانون په یوه اویا یمه ماده کې راغلي چې؛ افغان نجونې تر ودیدو پورې باید لږ ترلږه شپاړس کاله پوره کړي.

د دې هیواد د ښځو پروړاندې د زورزیاتی د مخنیوي قانون د کم عمره نجونې ودول جرم ګڼلی دی.

قانون دلیل وړاندې کوي چې؛ کم عمره نجونې او هلکان د نکاح لپاره د ایجاب او قبول پرمهال سمه پریکړه نه شي کولی.

د ملګرو ملتو سازمان د کم عمره نجونو ودول د نجونو د حقونو ترپښو لاندې کول بولي.

د افغان دیني عالمان هم وایي، د کم عمره نجونو ودول شرعي جواز نه لري
دیني عالم شمس الرحمن فروتن ازادي راډیو ته وویل:

"د واده او نکاح په اړه د اسلام مقدس دین هم اصول لري؛ خدای ج په قران کې فرمایلي، هغه نجونې چې د نکاح لپاره یې قانوني سن نه وي بشپړ کړی، مه یې نکاح کوي."

پخوا تردې هم ځینو ملي او نړیوالو ارګانونو په دې هېواد کې د کم عمره نجونو په ودولو اندیښنې کړي دي.

دا ارګانونه وایي، دا ډول ودونه نه یوازې دا چې د مور او ماشوم روغتیا ته زیان رسوي، بلکې کورنیو او ټولنې ته هم ستونزې پیښوي.

دوی د ښځو او نجونو له کوره تیښته؛ ځان سیزل او ځان وژل د همدې غیرقانوني ودونو نتیجه ګڼي.

د ښځو د حقونو فعالان د حکومت له لورې د ستونزې پر مخینوی تاکید کوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG