د لاسرسي لېنکونه

لس کلنه لیلا: زه ویده وم چې د واده حلقه یې زما په ګوته کړه


تر قانوني سن د کم عمر لرونکو نجونو ودول یو تریخ واقعیت دی چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د واده کولو قانوني عمر شپاړل کاله دی، خو تر دې په لږعمر کې د نجونو ودول هغه ستونزه ده چې ډېری افغانې نجونې ورسره مخامخ دي.

په ځینو مواردو کې ناویانې په داسې عمر کې نوي کور او کورنۍ ته ورځي چې د نویو مسؤلیتونو د منلو لپاره چمتو نه وي.

نوریه همداسې یوه ناوې وه چې تر شپاړس کلنۍ دمخه د خسرګنۍ کور ته ولاړه.

سره له دې چې د نوریې د واده ۲۳ کاله تېر شوي، خو هغه وایي، که یې په کوچني عمر کې واده نه وای کړی ښایي نن به یې ژوند متفاوت او ښه وو.

نوریې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغو ستونزو یادونه وکړه چې تر واده وروسته ورسره مخامخ شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"شپاړس کلنه لا نه وم چې واده شوم، اوس مې له واده ۲۳ کاله تېر شوي او مشره لور مې هم زما په څېر په کم عمر کې واده شوه، ما او لور مې ډېرې ستونزې وګاللې، زما د مېړه کورنۍ لویه ده، څو د لېوره ښځې په یوه کور کې ژوند کوو او د ښې ناوې توقع ډېر ده، خو کله چې ما واده وکړ په هېڅ شي نه پوهېدم."

نوریه وايي، اوس یې خسرګنۍ غواړي دوهمه لور یې چې دیارلس کلنه ده، مېړه ته ورکړي، خو دا یې په کلکه مخالفت کوي او هیله لري چې لور یې تر واده دمخه لږ تر لږه ښوونځی خلاص کړي.

نوریه او لور یې د ماشومو ناویانو یوازینۍ بېلګي نه دي.

شیما یوه بله مېرمن ده چې په خبره یې له دوو ماشومو سره یې اوس د ژوند اتلسم کال پیل کړ.

دا وایي، کله چې مور شوه نه یې شو کولی د یوې مور مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

شیما وایي، تر کوژدې وروسته یې هیله درلوده چې زده کړې ته دوام ورکړي، خو بریالۍ نشوه.

نوموړې زیاته کړه:

"دیارلس کلنه وم چې کوژده مې وشوه، همدا چې پنځم ټولګي ته ولاړم، نور مې ونشو کړای چې دوام ورکړم، تر واده یو کال وروسته مې زوی پیدا شو، نه پوهېدم څه وکړم، د خواښې او خسرګنۍ خبرې اورم او د کور ټول مسؤلیتونه مې هم په غاړه دي."

پوښتنه دا ده چې د افغانستان په نافذه قوانینو کې د نجونو او هلکانو لپاره د واده عمر څومره ټاکل شوی دی؟

په افغانستان کې دواده قانوني سن د هلک لپاره ۱۸ او نجلۍ لپاره ۱۶ کاله ټاکل شوی.
په افغانستان کې دواده قانوني سن د هلک لپاره ۱۸ او نجلۍ لپاره ۱۶ کاله ټاکل شوی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده کبرا رضایي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان په مدني قانون کې د نجونو لپاره شپاړس او د هلکانو لپاره اتلس کلني د واده لپاره قانوني عمر ټاکل شوی دی."

مېرمن کبرا وایي، تېر لمریز کال په افغانستان کې ۳۴ داسې قضیې د ښځو چارو په وزارت کې ثبت شوي چې تر قانوني سن لږ عمر لرونکي واده شوي دي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون متفاوتي شمېرې لري.

دوی وایي، تېر کال په ټول هېواد کې د کم عمرو نجونو د ودونو شااوخوا ۱۵۰ قضیې ثبت شوي دي.

دغه کمېسیون وایي، دا ډول ودونه لا هم هغه ستونزه ده چې ډېری افغانې نجونې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته هغه شمېرې ورکړې چې د روان لمریز کال په ترڅ کې د کم عمره نجونو د ودونو په اړه ثبت شوي دي:

"د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې په لویې څارنوالۍ کې د کم عمره نجونو د کوژدې ۲۵ مورده ثبت شوي او په همدې موده کې د کم عمره ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي اتیا قضیې ثبت شوي دي، دا ښیې چې د دوی ودونه هغه مهال شوي چې ترقانوني سن کم عمرونه یې درلودل."

په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ودولو یوه بېلګه.
په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو ودولو یوه بېلګه.

لوږه، بېوزلي، ناسم ټولنیز دودونه، نا امنۍ او د جرم د معافیت د فرهنګ دوام هغه څه دي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې د جبري ودونو د ډېرېدو اصلي لاملونه ګڼي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې د هغو کسانو لپاره چې تر شپاړس کلنۍ دمخه ودونو ته اړ ایستل کېږي، مجازات ټاکل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ د مسؤلینو په خبره د نافذه قانون ماتوونکو ته له دوو تر پنځو کلونو پوري حبس ټاکل شوی دی.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال توشیح شو.

په دغه قانون کې تر قانوني سن د کم عمر لرونکو نجونو ودول، جبري ودونه، د ښځو پلورل او پېرېدل، په بدو کې د نجونو ورکول چې د ستونزو د حل په هدف کېږي او پر هغوی جنسي تېری جرم ګڼل شوی دی.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په ۱۳۹۵ کال کې دغې ادارې ته د کم عمره نجونو د ودولو یوازې درې قضیې وروړل شوي دي.

دا ستونزه یوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې د افغانستان ګاونډیان هم له ورته حالت سره مخامخ دي.

د مثال په ډول په ایران کې د نجونو لپاره د واده قانوني سن ۱۳ کاله او د هلکانو لپاره ۱۵ کاله دی.

د ایران د سر شمېرنې ادارې د ارقامو پر اساس په ۱۳۹۴ کال کې په ایران کې څه باندې ۳۷ زره نجونې قانوني سن ته تر رسېدو دمخه واده شوي دي.

په ایران کې د واده قانوني سن نجلۍ لپاره ۱۳ او هلک لپاره ۱۵ کاله ټاکل شوی.
په ایران کې د واده قانوني سن نجلۍ لپاره ۱۳ او هلک لپاره ۱۵ کاله ټاکل شوی.

د ایران یوه وګړې لیلا د همدې ستونزې یوه قرباني ده چې د ازادي راډیو د ایران څانګې سره یې په مرکه کې د خپل ژوند په اړه داسې وویل:

"لس کلنه وم او واده کول زما لپاره انتخابي نه وو، زه ویده وم چې زموږ ګاونډیان یعنې زما د مېړه کورنۍ راغله او د واده حلقه یې زما په ګوته کړه، مېړه مې تر ما پنځه کاله مشر دی، اصلاً نه پوهېدلم چې څه پېښه وشوه، ډېره وېرېدلې وم بلوغ ته هم نه وم رسېدلې."

د افغانستان په بل ګاونډي پاکستان کې بیا د نجونو او هلکانو لپاره د واده عمر په هر ایالت کې توپیر لري.

په پېښور کې د ښځو د ظرفیت لوړولو ادارې یوه مسؤله صائمه منیر وایي، په سند ایالت کې د نجونو لپاره د واده سن ۱۸ کاله دی، خو په خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان کې توپیر لري.

صائمه منیر په هغه هېواد کې تر قانوني سن د کم عمر لرونکو د ودونو په اړه اندېښنه وښوده.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"په سند ایالت کې د نجونو او هلکانو لپاره د واده سن اتلس کاله ټاکل شوی، خو په پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نجونو لپاره د واده سن ۱۶ کاله او د هلکانو لپاره ۱۸ کاله دی."

د پاکستان په قوانینو کې د نجونو لپاره د واده سن ۱۶ کاله ټاکل شوی وو، خو په ۲۰۱۱ کال کې په قانون کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره صلاحیتونه تر ډېره د دې هېواد ایالتونو ته انتقال شوه چې د سند ایالتي حکومت وتوانېد د دغه صلاحیت څخه په استفادې د واده سن له ۱۶ څخه ۱۸ ته پورته کړي.

په پاکستان کې په کم سن کې د نجونو ودولو یوه بېلګه.
په پاکستان کې په کم سن کې د نجونو ودولو یوه بېلګه.

صائمه منیر وایي، په پاکستان کې د کم عمر ودونه اصلاً نه ثبتېږي او په قانون کې د هغو کسانو لپاره چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودوي، شپږ میاشتې حبس او ۵۰۰ پاکستانۍ کالداري جریمه ټاکل شوې ده.

تاجکستان چې د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت دی په دې اړه سخت قوانین لري.

د حکومت همدا سخت ګیرۍ د دې لامل شوې چې د کم عمره نجونو د ودولو شمېر ډېر کم شي.

په تاجکستان کې مریم دولت اور د ښځو د حقونو یوه فعاله ده چې له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل په هېواد کې یې د واده قانوني سن ۱۸ کاله دی.

مېرمن دولت اور وویل، اوسمهال یوازې په استثنایې حالاتو کې قانون اجازه ورکوي نجونې تر اتلسو کلونو په کم عمر کې واده شي.

دا وایي:

"تېر کلونه چې تاجکستان له ګډوډیو سره مخامخ وو تر قانوني سن کم عمره ماشومان ودېدل، خو اوس یوازې په هغه صورت کې چې نجلۍ مور او پلار ونه لري او قانون اجازه ورکړي نو کولی شي په اولس کلنۍ کې واده وکړي، اوس په تاجکستان کې تر قانوني سن ښکته واده نشته."

د مېرمن دولت اور په خبره د تاجکستان حکومت څلور کاله وړاندې اعلان وکړ چې که یوه نجلۍ تر اتلس کلنۍ دمخه واده شي، د هغې مور او پلار، مېړه او د مېړه مور او پلار دوه کاله زنداني کېږي.

XS
SM
MD
LG