د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

افغانې نجونې تر ډيره د ناوړو دودونو ښکار کیږي


د اکټوبر یوولسمه د کم عمره نجونو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په افغانستان کې ډیرشمیرنجونې د ناوړه دود او دستور له امله له بیلا بیلو ستونزو او تاوتریخوالو سره مخامخ دي.

د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون او د مدني ټولنو یوشمیر استازي اندیښنه څرګندوي چې؛ په تیروڅو کلونو کې له هلو ځلو سره سره لا هم یوشمیر نجونې په کم عمرکې ودیږي.

د دغو ادارو د چارواکو په وینا؛ افغانې نجونې تر ډيره د ناوړو دودونو ښکار کیږي چې؛ یو یې هم په کم عمرکې د هغوی ودونه دي.

فریده یوه له هغو نجونو څخه ده چې؛ په دیارلس کلنۍ کې واده شوې او اوس مهال د میړه په کور کې له سختو ستونزو سره مخامخ ده.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ میړه يې تل پرې شک کوي او په بیلابیلو نومونو وهل او ټکول کیږي:

"یو عمر مې ژړلي، لا د ځوانۍ مرحلې ته نه وم رسیدلې چې؛ د دوی په کور کې واده شوم، مور مې نه وه، نو هیڅ کله مې خپل درد له نورو سره شریک نه کړ؛ د ژوند هره ستونزه به مې له ځان سره تیروله؛ خاوند مې له ما لس کاله مشر و؛ دومره يې په لښتو او لرګیو وهل راکاوه چې؛ اوس مې خپل عصاب له لاسه ورکړي؛ د عصابو ګولۍ چې وخورم بیا د ملا درد او نور تکلیف راته پیدا شي."

په افغانستان کې قانوني عمر ته تر رسيدو دمخه د نجونو واده کول له هغه ستونزو څخه ده چې؛ په هېواد کې په دوديزه توګه له کلونو راهیسي دوام لري.

د افغانستان د مدني قانون په اساس د نجونو د واده لپاره قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ ترهغې چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي اصلي عوامل پیدا او له منځه لاړ نه شي؛ د تاوتریخوالي پیښې به ورځ تربلې زیاتیږي.

په کابل کې د دې کمیسیون د ساحوي دفتر د ښځو د ملاتړ او پراختیا دبرخې مسووله پروین رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که چیرې دولت او مدني ټولنې له یوې خوا هڅه کوي چې؛ د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي؛ خو فقر، په مخدرو موادو روږدیدل، امنیت او داسې نور هغه لاملونه دي چې؛ دا ډول پیښې زیاتې شوي، تراوسه تقریباً شپږ سوه قضيې د کابل په ساحوي دفتر په مرکزي زون کې ثبت کړې دي."

میرمن رحیمي وویل چې، د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د شپږ سوو ثبت شویو پیښو له ډلې څخه نږدې نیم یې په کم عمر کې د نجونو ودونه دي.

د مدني ټولني یوې غړې شهلا میهن دوست بیا د هغو پروګرامونو د عملي کولو غوښتنه کوي چې؛ د ښځو د ژوند ښه کیدو لپاره ګټور تمامیږي.

نوموړې وویل چې، د نجونو لپاره د زده کړې د زمینې برابرول د حکومت له مهمو مسولیتونو څخه بلل کیږي چې؛ باید ورته جدي پام وشي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي؛ سربیره پردې چې د ښځو پر وړاندې ډیرې ستونزې شته؛ خو په تیرو ۱۳ کلونو کې د نجونو د زده کړې لپاره ډير کارونه شوې دي.

د دې وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي په دې اړه وویل:

"د افغان میرمنو د ژوند ښه کولو او پرمختګ لپاره ډيرې هڅې ترسره شوې دي؛ موږ تیر کال کې په ښوونځیو کې د انجو د شمیر د زیاتیدو او د هغوي د تعلیم او تحصیل د دوام لپاره ډیرې هڅې کړي او بیلابیل پروګرامونه مو درلودل؛ خو بیا هم ستونزې موجودي دي او ستونزې دومره ډیرې وې چې؛ تیرو ۱۳ کلونو کې ټولې ستونزې نه دي حل شوي."

د اکتوبر یوولسمه د کم عمره نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي؛ چې په افغانستان کې لا هم یوشمیر نجونې له راز راز ستونزو سره مخ دي؛ چې بیلګه یې په ټیټ عمر او په ځینو مواردو کې په زوره د هغوی ودول او هغوی ته د نفقې نه ورکول دي.

خو یو شمیر دیني عالمان بیا له کورنیو غوښتنه کوي چې؛ په کم عمر کې د نجونو له ودولو لاس واخلي.

د ریپوټونو په اساس اوس هم په دې هېواد کې شپږ څلویښت فیصده نجونې له اتلس کلنۍ مخکې او پنځلس فیصده یې له پنځلس کلنۍ مخکې ودیږي.

یو شمیر روغتیايې کارپوهان بیا وايي چې؛ د هغو ښځو مړینه پنځه برابره زیاته ده چې؛ له اتلس کلنۍ څخه په کم عمرکې ماشومان زیږوي.

همدا راز یو شمېر ارواح پوهان هم وایي؛ چې په ټیټ عمر کې د نجونو ودول په هغوی باندې له رواني او فزیکي پلوه هم ناوړه اغیز کوي.

بل خوا یو شمیر څيړونکي وايي چې؛ باید د دې ستونزې د هوارولو لپاره حکومت ځانګړي قوانین وضع او له عاملینو سره یې قانوني چلند وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG