د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ناروې له افغان حکومت نه غوښتي چې د نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات کړي


په کابل کې د ناروې سفیره له افغان حکومت څخه غواړي تر څو د نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات او د هغوی د زده‌کړو په برخه کې پانګونه ډېره کړي.

«ماري سکر» چې د چهارشنبې په ورځ‌یې د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې په افغانستان کې له وخته مخکې د نجونو ودول، په بدو کې د دوی ورکول، په وړاندې یې تبعیضي چلند او له زده‌کړو څخه محروم پاتې کېدل د اندېښنې وړ وبلل.

نوموړې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره ګټور پروګرامونه عملي او د دوی پر وړاندې د پېښېدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

په افغانستان کې د ناروې سفیره ماري سکر.
په افغانستان کې د ناروې سفیره ماري سکر.

اغلې سکر زیاته کړه:

"هغه ستونزې باید پیدا او حل ته‌یې کار وکړو چې افغان نجونې ورسره مخ دي. په تېره هغه نجونې چې په لېري پرتو سیمو کې ژوند کوي، د دې لپاره چې د نجونو ساتنه مو کړې وي باید د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات شي، له عمره مخکې وادونه باید ودرول شي، موږ لیدلي چې دلته په ۳۳۰ مواردو کې ۱۱ کلنې نجونې واده شوي او حتی تر دې چې اووه کلنې نجونې مېړونو ته ورکول شوې دي."

په غور کې یوه وړه ماشومه چې یوه زاړه سړي ته ور په نکاش شوې وه.
په غور کې یوه وړه ماشومه چې یوه زاړه سړي ته ور په نکاش شوې وه.

غور کې یو سپین ږیري سړي له ۶ کلنې نجلۍ سره واده کړی

په زانګو کې کوژدنه، د یوې کوژده شوې ماشومې د ژوند کیسه

د اکټوبر د میاشتې ۱۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان له‌خوا د نجونو نړیواله ورځ نومول شوې او دا دوهم کال دی چې په افغانستان کې هم ترې یادونه کېږي.

سږ کال دا ورځ د «د نجونو نړیواله ورځ، د یادولو لپاره چمتو او د ژوند لپاره چمتو» په نوم ولمانځل شوه.

دا ورځ د دې لپاره د نجونو نوم ته ځانګړې شوې تر څو په نړیواله کچه د نجونو ژوند او د دوی پر وړاندې پرتو ټولنیزو او کلتوري ستونزو ته پام وشي.

لس کلنه لیلا: زه ویده وم چې د واده حلقه یې زما په ګوته کړه

افغانې نجونې تر ډيره د ناوړو دودونو ښکار کیږي

له دې سره د افغانستان د ښځو چارو وزارت موندنې ښيي چې افغان نجونې د لسګونو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

د دې وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، له دې سره د نجونو د وړتیاوو او دوی ته د خپلو حقونو د ورکولو لپاره افغان حکومت خپلې ستراتېژۍ او پروګرامونه لري.

وردګ: موږ په دې برخه کې ستراتېژۍ لرو.
وردګ: موږ په دې برخه کې ستراتېژۍ لرو.

اغلې وردګ زیاته کړه:

"د نجونو د تحصیل د دوام پالېسي چې زموږ ابتکاري پروګرام دی، په همدې ډول په کم عمر کې د ودونو مخنیوی چې ملي پلان دی موږ یې په عملي کېدو کې جدي برخه لرو په همدې ډول د نجونو د وړتیاوو لوړولو لپاره پلانونه او ستراتېژۍ لرو."

بل‌خوا د زده‌کړو څخه د نجونو پاتې کېدل بله هغه ستره اندېښنه ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت ورته اشاره کوي.

د دې وزارت مرستیال ابراهیم شینواری وايي، له هرو درېیو ماشومانو څخه چې د زده‌کړو څخه محروم دي دوه تنه‌یې نجونې دي.

له دې سره د اجرائیه ریاست د دوهم معاونیت د جندر د برخې مسؤله فیروزه ارزګاني وايي، د نجونو حقونو ته پاملرنه باید نمایشي نه‌وي بلکې د هغو نجونو ژوند ته چې د تاوتریخوالي قرباني دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي لازمه پاملرنه وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG