د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

ملګرو ملتونو پر ماشومانو د جبري او درنو کارونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه


ارشیف: په فاریاب کې یو کاګر ماشوم
ارشیف: په فاریاب کې یو کاګر ماشوم

په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، سخت او جبري کارونه د ماشومانو فزیکي او ذهني ودې ته زیان رسوي.

ميراغا ۱۷ کلن دی.

هغه له اتم ټولګي پورته زده کړې نه دي کړي او اوس د شپږ کسيزې کورنۍ د نفقې مسوولیت ور تر غاړه دی.

میراغا ازادي راډیو ته وویل چې پخوا یې له یوه مستري سره کار کاوه، خو وروسته له هغه چې د کار مالک له کاره وایست نو اوس بوټونه رنګوي.

ميراغا وايي: "زه بوټونه رنګوم، پلار مې رواني ناروغي لري او هېڅ کار نه شي کولای. مور مې هم په بلاکونو کې کالي مينځي، کشر ورور مې هم کار کوي."

ميراغا زیاتوي چې ناسم اقتصادي وضعيت د دې لامل شوى چې ورونه یې ښوونځي ته ولاړ نه شي.

سونا یوه دولس کلنه نجلۍ ده چې په کابل ښار کې له خپلې کوچنۍ خور سره قلمونه پلوري.

نوموړې وایي، د نورو په پرتله په سخت حالت کې ده، ورور نه لري او پلار يې هم ناروغ دی.

سونا له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه،له خپلې خور سره یو ځای کار کوي چې د کور لګښتونه پوره کړي.

هغې وویل: "قلمونه خرڅوو، دوه خویندې یوو، پلار مې ناروغ دی، کار نه شي کولای. زه خپله کار کوم."

ارشیف: په کابل کې کارګر ماشومان
ارشیف: په کابل کې کارګر ماشومان

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سونا او میراغا په څېر زرګونه نور ماشومان خپل کور ته د ډوډۍ راوړلو لپاره کار کوي.

ادریس او رازق هغه دوه کارګر ماشومان دي چې د بې وزلۍ او فقر ورته کیسه لري.

ادرس وویل: "په کور کې کار ولا څوک نه لرو، یواځې زه او مور مې یوو. کله کار کېږي کله نه."

رازق وویل: "د کور نفقه خپله پیدا کوم. پلار مې کراچۍ لري. اوسمهال طالبان کراچۍ نه پرېږدي. زه خپله قلعه نجار ها ته ځم تر څو کار وکړم . مونږ اته کسه یوو."

په افغانستان کې ډېری ماشومان له خپل فزیکي توان پورته، فعالیتونه ترسره کوي، لکه بار وړل، په کان کې کار کول، مستري توب او ان کله نا کله دوی وسله والو ډلو ته هم جلب او جذبېږي.

په همدې حال، په جینوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر په یوه ټويټ کې لیکلي چې د ماشومانو کار کول د هغوی ماشومتوب، وړتیا او منزلت له منځه وړي او د ماشومانو فزیکي او ‌ذهني ودې ته زیان رسوي.

یاد سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د ماشومانو د جبري او درنو کارونو د له منځه وړلو لپاره هڅې ډېرې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار د بندیز، اقتصادي ناورین او د عوایدو د کمېدو له امله ډېری کورنۍ خپل ماشومان د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره کار ته لېږي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې یا سېف د چلډرن تېر کال ویلي وو چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان په کار بوخت دي.

XS
SM
MD
LG