د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

لوږه او بې‌وزلي؛ د طالبانو کرنې وزارت کابل ښاريانو ته د ۵۰۰ټنه دال‌نخودو وېش بهير پيل کړ


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۵۰ زره کابل ښاریانو باندې د ۵۰۰ ټنه دال‌نخودو د وېش بهير پیل کړ.

احمدشاه چې د پنځه کسیزې کورنۍ مشر دی او په کابل کې اوسیږي وایي، اقتصادي وضعیت یې د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې خرابیږي.

احمدشاه زياتوي، د اوسېدو لپاره مناسبه سرپناه هم نه‌لري او د قلمونو په خرڅولو سره د کورنۍ لپاره ډوډۍ ګټي.

نوموړی وايي: "اقتصادي وضعیت او کاروبار ډېر خراب دی، خصوصاً زموږ لپاره چې کور نه‌لرو او تر خېمې لاندې ژوند کوو. خاص کاروبار نه‌شته، قلمونه او کاغذي دستمالونه خرڅوم، کراچۍ لرم او ځیني وخت خو ان د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره له سړکونو پلاستیکونه راټولوم او پلورم یې، واقعاْ ستونزمن دی، خصوصاْ په ژمي کې."

احمدشاه د بهرنیو بشري مرستو له کمېدو شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو حکومت هم له دوی سره مرستې نه‌کوي.

افغانستان کې لوږه، بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې ده، انځور - ارشيف
افغانستان کې لوږه، بې‌وزلي او بې‌کاري تر بل هر وخت ډېره شوې ده، انځور - ارشيف

مراد د کابل ښار بل اوسېدونکی دی، دی هم د خېمې لاندې ژوند کوي او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

مراد ازادي راډیو ته وویل: "د سبا او بېګاه لپاره څه نه‌لرو، خواړه نه‌شته، کور نه‌شته، ځای، ځایګی مو نه‌دی معلوم، څنګه وکړو، په یوه چاردیوالۍ کې تر خېمې لاندی مو یخ کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو حکومت د کرنې وزارت د سه‌شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د دغه وزارت له ستراتېژیکو زېرمو څخه په کابل ښار کې له ۵۰ زره تنو سره د ۵۰۰ ټنو دال‌نخودو د مرستې د بهير د پیل خبر ورکړ.

وموغوښتل، په دې اړه بشپړ جزیات ولرو، خو د یاد وزارت رسنيزو مسوولينو زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.

د طالبانو حکومت ویاندویانو وړاندې له دې ویلي چې، له بهرنیو مرسته رسوونکو ادارو سره په همغږۍ خلکو ته د مرستو رسولو بهير به روان وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې، د اوچا د وروستي راپور پر بنسټ، اوس‌مهال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه کسان د لوږې له خطر سره مخ او ۲۷ میلیونه کسان هم بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG