د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

سیګار: افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې اساسي لومړيتوب دی


د افغانستان په سوېل کې د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف
د افغانستان په سوېل کې د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف

د افغانستان د بیا رغونې له پاره د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې یا سيګار د امريکا کانګرس ته تازه یو راپور استولی دی، په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کال په روان فصل کې هم کوکنار کرل شوي دي.

سيګار ويلي که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو د طالبانو د حکومت مقامات د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه بېلابېل ليدلوري او نظرونه لري.

په دې راپور کې راغلي چې، د روان فصل تارياک د ثور په مياشت کې ټوليږي او دا فصل به له نشه‌يي موادو سره د طالبانو د حکومت چلند روښانه کړي.

سيګار د نشه‌يي موادو له لارې د طالبانو پخوانيو عوایدو ته په اشارې سره ويلي چې، سم‌دلاسه د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید منع کول به هغوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د سيګار ادارې د امريکا کانګرس ته په لېږل شوي راپور کې ويلي، که څه هم واشنګټن له ۲۰۲۱ ميلادي کال راهیسې په افغانستان کې په مستقيم ډول د کوکنارو د کښت څارنه نه‌کوي، خو د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) سره په ګډه همکارۍ د کوکنارو کښت او تارياکو د توليد وضعیت څاري.

د امريکا له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې له ۲۰۲۲ ميلادي کال له لومړيو وختونو څخه بیا د ډسمبر د میاشتې تر پايه پورې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو د توليد په اړه د سروې په برخه کې تر (۲۵) ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پیسو ډېره برخه د (UNODC) ادارې له خوا مصرف شوې ده.

ارشيف
ارشيف

د سيګار په دې راپور کې تر ډېره حده د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې پر هغو شمېرو تکيه شوې، چې سږکال د عقرب په میاشت کې خپره شوې وه، خو هغه وخت د طالبانو حکومت د دې سروې پايلې رد کړې او غوښتنه يې وکړه چې باید دا ډول سروې ګانې له دوی سره په همغږۍ ترسره شي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت تازه د سروې له پاره ټيمونه جوړ کړي دي.

"د سروې او تحليل ریاست مدیرانو په تخنیکي او مسلکي برخو کې ستونزې درلودې

په پام کې ده چې دا ټيمونه به په ولایتونو کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د سروې او تحلیل رئیس عبدالحق مطيع وايي چې، د دوی کارکوونکي د سروې په برخه کې پوره روزل شوي او کافي مهارتونه لري.

نوموړی وايي: "د سروې او تحليل ریاست مدیرانو په تخنیکي او مسلکي برخو کې ستونزې درلودې، موږ د دې ستونرو لرې کولو له‌پاره تربيتي پروګرامونه جوړ کړل، دوی ته د (RS) او (GIS) په برخو کې کافي زده‌کړې ورکول شوې او دغه ډول د (GPS) استعمال هم ورزده کړل شو."

د افغانستان په سوېل کې د کوکنارو يوه کرونده
د افغانستان په سوېل کې د کوکنارو يوه کرونده

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې اوس هم په افغانستان کې د شلو ميلیونونو په شاوخوا کې افغانان د خوړو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

سيګار د کوکنارو د کښت او تارياکو راټولولو په برخو کې د سلګونو زرو خلکو مصروفیت ته په اشارې سره وايي چې، د بزګرو له‌پاره د کار زمينه نه برابرول او د بدیل کښت په برخه کې مرستې نه چمتو کول به بې‌وزلي نوره هم ډېره کړي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې، د طالبانو د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت منع کولو راهيسې لس مياشتې تېرې شوي دي، خو په دې موده کې د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې د بديل کښت په برخه کې له بزګرو سره مرستې وکړي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG