د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

طالبان: ملګري ملتونه موږ سره له همغږۍ پرته د نشه‌يي موادو په اړه د سروې کولو حق نه‌لري


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۲۲ ميلادي کال د نومبر په میاشت کې د سروې راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ښودل شوې وه چې په روان کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت (۳۲) سلنه ډېر شوی دی.

خو اوس د طالبانو حکومت د دې سروې په اړه غبرګون ښودلی او وايي چې، د دې سروې پايلې مغرضانه او د شمېرو راټولولو لارې چارې هم سمې نه‌دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وويل، دا سروې د (UNODC) د شخصي سليقې پر بنسټ او سياسي هدفونو لپاره چمتو شوې ده.

نوموړي وويل: "موږ د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له دفتر څخه غوښتي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د څرنګوالي په اړه د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې له دفتر سره په همغږۍ خپلې ټولې سروې ګاني او نظر پوښتنې ترسره کړي چې پايلې يې د خلکو لپاره د باور وړ او په ټوله نړۍ کې خپرې شي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې سروې ښيي چې، د ۲۰۲۲ ميلادي کال په لومړی فصل کې په افغانستان کې په (۲۳۳) زره هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي و او له دې کوکنارو څخه شپږ زره او (۲۰۰) ټنه تارياک ترلاسه شوي دي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دا سروې د (UNODC) ادارې د امريکا امتحده ایالتونو په مالي مرسته ترسره کړې وه.

په دې سروې کې د سټلايټ په وسيله انځورونه اخيستل شوي او پايلې يې په تخميني ډول د ۱۴۰۰ م کال د عقرب له مياشتې څخه بیا د ۱۴۰۱ شمسي کال د سرطان تر مياشتې پورې وخت ښيي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو د دې سروې په پايله کې د سټلایټ د تېر کال له انځورونو او شمېرو څخه کار اخيستل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دوی د نشه يي موادو د سروې او څارنې په برخه کې د غير مسؤلو اشخاصو د مداخلې لپاره محدودیت وضع کړی دی، له همدې امله د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د توليد اصلي شمېرې موندل امکان نه‌لري.

موږ وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د دې تازه دريځ په اړه د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې نظر هم وپوښتو، خو د دې ادارې چارواکو د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ته ځواب را نه‌کړ.

په دې کې شک نشته چې (این، جي، او) ګاني يو څه ظرفيت لري او کار کولای شي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ پخوانی معين ډاکټر ظفر که څه هم د نادولتي ادارو کار ته ګوته نیسي، خو دی زياتوي چې د طالبانو حکومت هم د نشه يي موادو په برخه کې د سروې لپاره کافي ظرفيت نه لري.

نوموړی وايي: "هم حکومت او هم (اين، جي، او) ګاني، کله ناکله نه (این، جي، او) ګاني ډېرې موثرې وې او نه هم حکومت، خو په اوسني حالت کې امريکایانو او نورو خلکو ته هم دا ګران کار دی چې له (این، جي، او) ګانو پرته له بل چا سره کار وکړي، ځکه حکومت په رسميت نه پېژني او حکومت هم دا ظرفيت نه‌لري چې ټولو غوښتنو ته سم ځواب ووايي، خو په دې کې شک نشته چې (این، جي، او) ګاني يو څه ظرفيت لري او کار کولای شي."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ تر يوه کال ډېر وخت تېرېږي او د طالبانو د حکومت له خوا د نشه يي بوټو د کښت او نشه يي موادو د تولید منع کولو هم شپږ میاشتې تېرې شوي دي، خو په دې موده کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید د اندازې په اړه عمومي راپور نه دی خپور شوی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
XS
SM
MD
LG