د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د هرات اوسېدونکي: د طالبانو حکومت باید بزګرو ته د کوکنارو بديل کښت ورکړي


کوکنار، انځور - ارشيف
کوکنار، انځور - ارشيف

د هرات په ځينو سيمو کې تر اووه کلن ځنډ وروسته بیا کوکنار کرل شوي دي.

د هرات ولایت ځينې اوسېدونکې د دې کار دليل د حلالو زراعتي محصولاتو لپاره د بازار او موثر بديل کښت نشتوالی او د دې تر څنګ د تارياکو د بیو لوړوالی بولي.

د هرات ولایت يو اوسېدونکی شريف زاده وايي، په روان کال کې په هرات ښار کې معتادین ډېر شوي او دا وضعيت ښيي چې په هرات ولایت کې د نشه يي بوټو کښت او بازار ته د نشه يي موادو رسول ډېر شوي دي.

نوموړی وايي: "نن موږ او تاسې وينو چې له بده مرغه د دې پر ځای چې د نشه يي بوټو کښت کم شي، کېدای شي چې ډېر شوي وي، د معتادینو ډېروالی د هرات ښار پر واټونو، سړکونو او ګلدانونو باندې د معتادینو له پراخ حضور څخه څخه اټکلولای شو."

"نن موږ او تاسې وينو چې له بده مرغه د دې پر ځای چې د نشه يي بوټو کښت کم شي، کېدای شي چې ډېر شوي وي"

د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې له پخوا څخه بیا تر اوسه پورې يوازې زعفران بزګرو ته د بديل کښت په نوم معرفي شوي چې په وروستيو کلونو کې زعفران هم چندان کورنی او بهرنی بازار نه لري.

د هرات ولایت يو اوسېدونکی سيد ادريس حسيني د زعفرانو پر کښت د ټينګار ترڅنګ وايي چې، باید د کوکنارو د کښت منع کولو لپاره بزګرو ته د رنګارنګ بديلو کښتونو اسانتياوي برابرې شي.

نوموړی وايي: "باید د زراعت مسؤلیت او هغه څوک چې د زراعت په شغل بوخت دي، هغوی يوې بلې خوا ته وهڅول شي، مثلا زعفران یا بل داسې بوټی چې د کوکنارو ځای ونيسي."

د افغانستان په ډېری ولايتونو کې اوس هم کوکنار کرل کېږي.
د افغانستان په ډېری ولايتونو کې اوس هم کوکنار کرل کېږي.

د طالبانو مشر سږکال د حمل په میاشت کې اعلان وکړ چې د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او نشه يي موادو د ټولو ډولونو قاچاق منع دی، دغه ډول د طالبانو حکومت په وروستيو اوونيو کې له رسمي شمېرو پرته اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

د هرات ولایت د امنيه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير حیات الله روحاني وايي چې، د هرات ولایت په ولسوالیو کې د نشه يي بوټو د کښتونو ویجاړول دوام لري.

" تقريبا پنځه زره جريبه ځمکه مو د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده"

ښاغلی روحاني وايي: "هرات (۱۹) ولسوالۍ لري او موږ په ډېری ولسوالیو کې عمليات کړي او تقريبا پنځه زره جريبه ځمکه مو د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده، زموږ عملیات اوس دوام لري."

موږ د کوکنارو د بديل کښت په اړه د هرات ولایت د زراعت رياست له چارواکو سره اړیکه ونیوله، خو هغوی زموږ سره خبرو ته حاضر نه شول.

په هرات ولایت کې د کوکنارو د کښت، تولید او بازار ته د نشه يي موادو رسولو په اړه داسې مهال د خلکو اندېښنې راپورته کېږي چې، په دې ولایت کې خورا ډېر معتادین اوسېږي او ډېری يې هغه معتادین دي چې په ايران کې معتاد شوي، د ايران حکومت هرات ته راشړلي او دلته استوګن شوي دي.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00
XS
SM
MD
LG