د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

بزګران: تر اوسه موږ ته د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه خبر نه‌دی راکول شوی


ارشيف
ارشيف

د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولایتونو کې د کوکنارو د نوي فصل وخت رانژدې شوی، خو بزګران وايي چې تر اوسه دوی ته د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه خبر نه‌دی ورکول شوی.

عبدالقيوم چې د کندهار ولایت کې په میوند ولسوالۍ یو بزګر دی څو کاله مخکې او سږ کال د حمل په میاشت کې یې په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي وايي چې، تر اوسه دوی ته په رسمي ډول د طالبانو حکومت او ځايي ادارې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه څه نه دي ويلي.

"تر اوسه موږ ته اعلان نه‌دی شوی او خطونه هم نه‌دي ځړول شوي"

نوموړی وايي: "تر اوسه موږ ته اعلان نه‌دی شوی او خطونه هم نه‌دي ځړول شوي، که له موږ سره مرسته وشي د کوکنارو بندول ښه کار دی، خو که مرسته و نه‌شي موږ عايد نه لرو، د درملو او خوړو پيسې نه لرو، خو که مرسته وکړي ښايي ګوزاره به يو څه برابره شي."

د طالبانو مشر د روان شمسي کال د حمل د مياشتې پر (۱۴مه) نېټه د يوه فرمان په اعلانولو سره د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاق منع کړل، خو اوس چې د دې فرمان شپږ مياشتې پوره شوي، د طالبانو حکومت نه‌دی توانېدلی چې بزګرو ته د کوکنارو بديل کښت يا بديل معيشيت په برخه کې له بزګرو سره مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې تازه ويلي، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د مشر فرمان د دې سبب شوی چې، په افغانستان کې د يوه کېلوګرامو وچو تارياکو بيه (۱۹۰) ډالرو او يوه کيلو ګرامو تازه تارياکو بيه (۱۲۷) ډالرو ته پورته شي.

کندهار کې د کوکنارو يوه کرونده - ارشيف
کندهار کې د کوکنارو يوه کرونده - ارشيف

د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ يوه بزګر نقيب الله تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې په خپله ځمکه کې څه شی وکري، ځکه دی وايي د کوکنارو د کښت منع کولو فرمان يې يوازې له راډيو څخه اورېدلی، خو د طالبانو حکومت له دوی سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرسته نه‌ده کړې.

نوموړی وايي: "له راډيو څخه مې اورېدلي چې طالبانو د کوکنارو کښت منع کړی دی، که د کوکنارو کښت منع شي ټول خلک به له ستونزو سره مخ شي، موږ ته دې د کوکنارو د کښت بديل راکول شي، زراعتي تخمونه دې راکړي چې د کوکنارو بديل شي. که کوکنار و نه کرو، سره ګرانه ده، که غنم وکرو چندان پيسې نه جوړوي، د غنمو کښت د ټراکټور او سرې لګښت هم نه پوره کوي."

"له راډيو څخه مې اورېدلي چې طالبانو د کوکنارو کښت منع کړی دی"

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئيس حسيب الله احمدي بیا وايي چې، بزګرو او عامو خلکو ته پوره پوهاوی ورکول شوی دی.

ښاغلی احمدي وايي: " کله چې د اميرالمؤمنین له خوا د نشه‌يي موادو د بندېدو فرمان صادر شو، تر هغه وروسته د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت په هلو ځلو سره په ټول هېواد کې له قومي مخورو، بزګرو او عامو خلکو سره مجلسونه شوي او د نشه‌يي موادو د بندېدو په اړه دوی ته پوره وضاحت او خبرتيا ورکول شوې ده."

د طالبانو حکومت له څو مياشتو راهيسې هڅه کوي چې، د کوکنارو د بديل کښت او نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې بهرنۍ مرستې، په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو مرستې ترلاسه کړي، خو تر اوسه يوه هېواد هم په دې برخه کې عملي مرسته نه ده کړې.
-----------------------

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG