د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د ګډې مبارزې لپاره د سيمې په کچه کنفرانس جوړوي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت غواړي چې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو د همکارۍ جلبولو لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سيمې په کچه يو کنفرانس جوړ کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې، دا کنفرانس د دوی په نوښت جوړېږي.

د دې کنفرانس له لارې به دوی هڅه وکړي چې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو جوړولو او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو همکاري راجلب کړي.

له بلې خوا د دې وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين ادعا کوي چې، په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د بنګو او کوکنارو کښتونه صفر شوي دي.

ملت ته د طالبانو د حکومتي ادارو د یو کلن کار د راپور وړاندې کولو تر دوو اوونیو ځنډ وروسته، د کورنیو چارو وزارت تازه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړې.

د دې وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين عبدالحق همکار ادعا کوي چې، په تېر يوه کال کې د نشه يي موادو د لسګونو قاچاق کوونکو د نیولو تر څنګ، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

"په تېر يوه کال کې (۱۷۳۳) عمليات شوي چې په نتيجه کې يې دوه زره و (۹۵) مشکوک خلک نيول شوي"

نوموړي ويلي: "په تېر يوه کال کې (۱۷۳۳) عمليات شوي چې په نتيجه کې يې دوه زره و (۹۵) مشکوک خلک نيول شوي او په ټول افغانستان کې يو جريب ځمکه هم نشته چې هلته دې بنګې يا کوکنار کرل شوي وي. که کرل شوي هم وي له منځه وړل شوي دي. موږ د بديل معیشيت په برخه کې له نړیوالو څخه څخه غوښتنه کوو چې له موږ سره همکاري وکړي او زموږ سره اوږه پر اوږه ودرېږي."

د طالبانو د حکومت دا مقام داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت صفر کېدو ادعا کوي چې، په تېر يوه کال کې د طالبانو د حکومت په ګډون هيڅ يوه بهرني مسؤل بنسټ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تر لاسه شويو تارياکو د وضعيت په اړه د سروې راپور نه دی خپور کړی.

له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې، د همکاريو جلبولو لپاره له نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو جوړولو او قاچاقو سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډيو او سيمې د هېوادونو په کچه کنفرانس جوړوي.

سياسي تحليلګر شفيق همدرد وايي چې، په تېر يوه کال کې د امنیت او نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت کارونه د ګاونډيو هېوادونو لپاره د قناعت وړ نه دي.

خو ښاغلی همدرد زياتوي چې، د افغانستان له‌خوا ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي موادو په برخه کې ګواښونو ته په کتو سره، ګاونډي هېوادونه مجبور دي چې د طالبانو له حکومت سره اړيکي وساتي.

"زه فکر نه‌کوم چې د سيمې هېوادونه دې حاضر شي او د طالبانو له حکومت سره دې رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې ولري"

ښاغلی همدرد وايي: "زه فکر نه‌کوم چې د سيمې هېوادونه دې حاضر شي او د طالبانو له حکومت سره دې رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې ولري، خو زه باور لرم چې د سيمې هېوادونه مجبور دي چې په پټه له طالبانو سره اړيکې وپالي."

تېر جمهوري نظام له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره دوه اړخيز او څو اړخيز تړونونه لاسليک کړي او ځينې وختونه د سيمې د هېوادونو په همکارۍ هم له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه بحثونه شوي دي.

خو د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته چې اوس يې يو کال پوره شوی، تر اوسه هيڅ يوه هېواد د طالبانو له حکومت سره له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ تړون نه دی لاسليک کړی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG