د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

فارن پاليسي: پر ترياکو د بنديز سره سره افغانستان کې د کوکنارو کرنې وده کړې


کوکنار - ارشيف
کوکنار - ارشيف

فارن پاليسي خپرونه:

  • فارین پالیسي خپرونې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړی ده: "پر تریاکو د بندیز سربیره افغانستان کې د کوکنارو کر کيلې وده کړې."

دغه لیکنه د فارین پالیسۍ کالم لیکوالې او استرالیايي ژورنالېستې لین او ډانیل کړی ده او وايي، د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال وروسته ډېر نشه‌يې توکي او لوړه بیه یې.

د لیکوالې په باور طالبانو افغانستان له هغې شل کلنې اوږدې جګړې وروسته چې ډېره برخه يې د تریاکو او هیریونو له قاچاقه تمویلېده ونیوه.

نوموړې زیاتوي، طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ظاهراً پر نشه‌يي موداو بندیز ولګاوه، خو پر ځای یې په تېر یو کال کې د تریاکو کر کیله او خرڅلاو زیات شوی.

لیکنه وړاندې وايي، دوه نوي راپورونه د امریکايې ډیپلماټانو هغه ناکامي ښيي چې دوی ونه شو کولای طالبان د یوې وسله‌والې ډلې څخه په یو دولت واړوي.

خپرونه زیاتوي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سوېل کې د کوکناره کر کیله په ډېره اندازه زیاته شوې ده.

دا هغه سیمې دي چې وړاندې د طالب وسله‌والو د جګړې تود ډګر و.

لیکواله وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه‌يې توکو او جرمونو دفتر په حواله لیکي؛ د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د اپریل په میاشت کې د تریاکو پر کر کیلې د هیریونو پر خامو موادو او نورو اعتیادي توکو بندیز ولګاوه، خو دغه بندیز یوازې د کروندګرو لپاره د تریاکو بیې بې‌سارې لوړې کړې.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يې توکو او جرمونو دفتر په وینا همدارنګه ویل شوي چې، د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو راهیسې د کوکنارو کرنه په سلو کې ۳۲ ډېره شوې ده، سره له دې چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ په وجه لس سلنه دغه حاصلات زیانمن شوي دي.

د لیکوالې په بارو د طالبانو د مشر د هغه ژمنې سربېره چې د تریاکو د محوه کولو لپاره يې کړې، سیګار داسې شواهد موندلي چې ښيې طالبان په سوېل کې د هغو کروندګرو چې کوکنار يې کرلي کوم ممانعت نه‌دی کړی.

يوريشيا ريوو خپرونه:

  • یوریشیا ریوو خپرونې بیا د روسیې او طالبانو هغې موقتي تړون په اړه لیکنه کړې ده چې د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شوه.

خپرونې دغه تړون د طالبانو تر ټولو لوی نړیوال اقتصادي تړون یاد کړی دی.

لیکنه وړاندې لیکي پرته له دې اعلان چې روسیه به افغانستان ته ګاز، غوړي او غنم ورکوي د پیسو د ورکړې د څرنګوالي او د قیمتونو جزیات نه‌دي په ډاګه شوي.

خپرونه وايي، که څه هم د روسيې او افغانستان د دې سوادګریز تړون ارزښت ډېر نه‌دی خو د طالبانو او روسيې دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره یو مثبت ډیپلماتیک فرصت دی څو نړیوالو ته وښايې چې ګوښه شوي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG