د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د کوکنارو د بدیل کښت نه‌شتوالي د اروزګان بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي


د کوکنارو کښت، انځور - ارشيف
د کوکنارو کښت، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې ملګري ملتونه او نورې بهرنۍ ادارې نه‌شي کولای چې د دوی له همغږۍ پرته په یوازې ځان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت سروې او ارزونه وکړي.

اوس چې د افغانستان په ګرمو سیمو کې د کوکنارو له کښت څخه درې اوونۍ تېرېږي هیڅ داخلي او بهرنۍ مستقلې ادارې د کوکنار د کښت په اړه راپور نه دی خپور کړی، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د کوکنارو کښت په افغانستان کې صفر شوی او په کرل شویو سیمو کې له‌منځه وړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور که څه هم ځانګړی شمېر نه دی ښوولی، خو ادعا کوي چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه نیولې ده.

نوموړی وايي: "وړاندې تر دې چې د نشه يي بوټو د کښت وخت را ورسېږي، موږ ټولو بزګرانو ته خبر ورکړی او په جدیت مو ورته ویلي چې هیڅوک نشه يي بوټی نه‌شي کرلای. په درې څلورو ولایتونو کې ځینو بزګرانو لږ کرلي ول، خو زموږ امنیتي ځواکونو له منځه یووړل."

ښاغلي ټکور د کوکنارو د بدیل کښت او له بزګرانو سره د مرستو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې د روزګان ولایت بزګران شکایت کوي چې د نهو میاشتو له تېرېدلو سره لا هم طالبانو له دوی سره هغه ژمنې نه‌دی عملي کړې چې د کوکنارو د نه کرلو په صورت کې به ورسره کېدلې.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د محمد کریم په نوم د روزګان یو بزګر وايي چې له دوی سره له مرستو پرته یوازې د غنمو کښت د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولای.

ياد بزګر وايي: "باور وکړئ چې موږ یې له ستونزو سره مخ کړي یو، خواړه نه لرو، حیران یو کومه دروازه وټکوو. په کښت او کار مو اولادونه نه شو مړولای، تر اوسه راسره مرسته نه ده شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره او مرسته راسره وشي."

"هغه غنم چې موږ یې اخلو، ډوډۍ یې د خوراک نه ده

د روزګان په مرکز کې د جمعه ګل په نوم یو بل بزګر هم شکایت کوي چې د اصلاح شويو تخمونو د نه‌شتوالي په صورت کې دوی ګټور حاصلات نه شي تر لاسه کولای او د خوړو بیې لوړې شوې دي.

نوموړی وايي: "هغه غنم چې موږ یې اخلو، ډوډۍ یې د خوراک نه ده، په دې حال کې چې یوه بوجۍ یې په پنځه زره او پنځه سوه او یا په پنځه زره درې سوه کالدارې اخلو. زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرستې وشي، طالبانو له موږ سره هیڅ مرسته او ځواني نه ده کړې، زراعتي تخم او د هیڅ شي مرسته یې موږ ته نه ده راکړې."

د روزګان ولایت بزګران په داسې حال کې د بدیل کښت او نورو مرستو له نشتوالي څخه شکایت کوي چې د طالبانو حکومت په مرستندویه موسسو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي او په دې کار سره په ډېری ولایتونو کې د غریبانو سروې او له دوی سره مرستې محدودي شوې دي.
------------------------
راپور: مرسلین ارسلا:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG