د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

طالبان: دوو مياشتو کې تر سلو هيکټارو ډېره ځمکه له نشه يي بوټو پاکه شوې


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دوی په وروستيو دوو مياشتو کې تر سلو هيکټارو ډېره ځمکه له نشه يي بوټو څخه پاکه کړې ده.

د کوکنارو د کښت نوی فصل پيل شوی، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د دوی نظاميانو په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه هيکټاره ځمکې د نشه يي بوټو څخه پاکې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي او نشه يي بوټو د اړولو لپاره د دوی هڅې دوام لري.

هغه وویل: "د دې عملیاتو په پايله کې په ټول هېواد کې د نشه يي موادو ۳۸ کارخانې ويجاړې شوي، ۱۲۸ ټنه ډول ډول نشه يي مواد نيول شوي، ۱۳۶ هيکټاره ځمکې له نشه يي بوټو څخه پاکې شوي او د دې پېښو په تړاو ۱۷۴ مشکوک کسان نيول شوي دي."

د طالبانو حکومت داسې مهال د نشه يي بوټو د اړولو خبره کوي چې تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي روزا اتونبایوا د طالبانو د حکومت د نشه يي موادو سره د مبارزې له معين سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د یوناما په اعلاميه کې راغلي چې، اوس هم د نړۍ ۸۵ سلنه تارياک په افغانستان کې توليدېږي.

دا اداره د بزګرو لپاره د کوکنارو د بديل کښت برابرولو غوښتنه کوي.

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ یو بزګر حبیب الرحمن وايي چې ده سږکال د طالبانو د حکومت په غوښتنه په خپله ځمکه کې کوکنار و نه کرل، خو د طالبانو حکومت هم له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرسته نه ده کړې.

هغه وویل: "موږ په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دي، ځکه چې کوکنار يې منع کړي دي، موږ ته يې بديل هم نه دی راکړی، باید موږ ته يې په بدل کې داسې زراعتي تخمونه راکړل شي چې د تاریاکو په اندازه ګټه ولري. يوازې غنم زموږ ستونزه نه شي حل کولای، دا غنم زموږ د يوې مياشتې خرڅ دی."

د اروزګان ولایت یو بزګر احسان الله بیا وايي، وچکالي د دې سبب شوې چې دوی د کوکنارو پر ځای بل څه نه شي کرلای.

هغه وویل: " که د کوکنارو په بدل کې يې موږ ته بل تخم راکړی وای ډېر به ښه وای، کوکنار بند دي او يوازې غنم پاته دي، غنم خو هم دومره ګټه نه کوي، موږ له حکومت څخه دا غوښتنه کوو چې د کوکنارو په بدل کې يو بل داسې تخم راکړي چې موږ کار ځنې واخلو، موږ ته ګټه وکړي او حاصلات يې په بازار کې خرڅ کړو."

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د تارياکو د تولید د دوام په اړه اندېښنه ښيي چې د دې سازمان د هغې سروې پر بنسټ چې سږکال د عقرب په میاشت کې خپره شوه، په افغانستان کې د تارياکو عوايد په تېرو څو کالو کې څلور سوه ميليونه ډالر اټکل کېدل، خو په روان ميلادي کال کې دا عوايد تر يوه ميليارډ ډالرو ډېر ښودل شوي دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
XS
SM
MD
LG