د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د هلمند چارواکي: مرکزي ادارې موږ ته د کوکنارو اړولو عملياتي پلان نه‌دی راکړی


آرشیف، د هلمند کې د کوکنارو یو کښت. April 8, 2016
آرشیف، د هلمند کې د کوکنارو یو کښت. April 8, 2016

سږ کال د هلمند ولایت په ډېری سیمو کې بیا کوکنار کرل شوي او د افغانستان د مرکزې ادارې له‌خوا د کوکنارو اړولو هېڅ ډول عملیاتي پلان نه‌دی عملي شوی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په خانشین، دیشو، موسی کلا، نوزاد، سنګین، واشېر، مارجه او لښکرګاه ښار په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي.

ښاغلی ځواک وايي، که څه هم په‌دې سیمو کې ترياک ټول شوي دي، خو مرکز ادارې تر اوسه پورې هم دوی ته د مرکزي ادارې له‌خوا د کوکنارو اړولو عملياتي پلان نه دی ورکړل شوی: "په کومو ولسوالیو کې چې د کوکنارو پرضد کمپاین شوی، هغه له نهر سراج، ګرم‌سیر، نادعلي او واشېر ولسوالۍ ځینې سیمې دي. په‌دې ولسواليو کې نږدې زر جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده. سږکال د کوکنارو اړولو کمپاین ځکه محدود و چې پر دې سیمو طالبانو بریدونه کول او ټول افغان نظامي ځواکونه له دوی سره په جګړه بوخت وو. بله خبره دا ده چې د هلمند محلي اداره له مرکزه د کوکنارو اړولو په برخه کې د پلان هيله درلوده چې معلومه شي مرکز د کوکنارو اړول غواړي که بله څه؟"

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

د هلمند د محلي ادارې د معلوماتو پر اساس، طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې بزګر په زور د کوکنارو کرلو ته اړ باسي، خو افغان ځواکونو هڅه وکړه چې دا سیمې ونيسي چې په دې ډول به د نشه يي موادو د کښت او تولید مخه هم ونيول شي.

په ۲۰۱۸ کال کې د افغان دولت او ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې ګډه سروې ښيې، د افغانستان په سلو کې ۹۸ کوکنار په اتو ولایتونو کې کرل کېږي چې هلمند ولايت د دې لېست په سر کې راځي.

د هلند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وايي، د هلمند شمالي ولسوالیو چې د طالبانو تر واک لاندې دي، هلته درې فصله کوکنار کرل کېږي.

ښاغلی افغان د کوکنارو د کښتونو پرضد د دولت مبارزه پڅه او ناکامه بولي: "د هلمند په شمالي ولسوالیو کې ډېر کوکنار کرل شوي دي، ځکه چې دا ولسوالۍ د دولت په واک کې نه‌دي او هلته دوه درې فصله کوکنار کرل کېږي. دغه ډول د دې ولایت د جنوبي ولسوالیو په ځینو سیمو کې هم کوکنار کرل شوي دي. که طالبان وغواړي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې دې کوکنار نه وي، نو په یوه اعلان یې بندولای شي. دولت چې د عملیاتو خبرې کوي، باید په‌دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او هغه سیمې چې خلک یې پاکول غواړي، په خپل واک کې راولي."

د هلمند محلي اداره په‌داسې حال کې د مرکز له د کوکنارو اړولو د عملياتي پلان نه درلودلو خبر ورکوي چې له کورنیو چارو وزارت سره د نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د ادغام کمېټه پر ادغام او يو ځای کېدو کار کوي.

راپور: مرسلین ارسلا

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG