په ارزګان کې بزګرانو په دې وروستیو کې د کوکنارو پرځای د انجې کښت ته مخه کړې ده.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته نژدې پنځه کیلو مترۍ سیمه، هغه ځمکې چې پخوا به کوکنار په کې کرل کېدل، خو اوس بزګر په دغو ځمکو د انجې په کښت بوخت دي.
میرزا ولي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند د مهراباد سیمې اوسېدونکی دی، ده پخوا په خپله ځمکه کې کوکنارل کرل، خو له اتو کالو راهیسې یې د انجې کرلو ته مخه کړې ده.
ميرزا ولي چې اوس مهال يې په خپله پنځوس جریبه ځمکه کې انجه کرلې ده وایي چې، د انجې کښت د کوکنارو په پرتله هم اسانه او هم يې لګښت کم دی.
هغه زیاته کړه: "د دې ګټه تر تاریاکو ډېره ده، یعنې يو جريب ځمکه د تارياکو تر لس جريبه ځمکې ډېر حاصلات ورکوي، ځکه چې یو کیلوګرام انجه چې په ۲۵ زره افغانۍ شئ، یو جریب ځمکه دوه سوه کیلوګرامه انجه کوي، نو ویلايي شو چې زموږ یو جریب ځمکه پنځوس لکه افغانۍ جوړوي، دا يې لویه بیه نه بلکې منځنۍ بیه ده."
محمد نبي هم په خپله شل جریبه ځمکه کې انجه کرلې او اوس يې په پالنه او روزنه بوخت دی.
دي وایې چې په ارزګان کې ډیرې ځمکې شاړې پرتې دې، ځکه چې نور کښتونه د برمې، اوبو او سرې لګښت نه پوره کوي، دی بزرګرانو ته وړاندیز کوي چې دغه ځمکې دې په اجاره واخلي او انجه دې پکې وکري، ځکه چې انجه هم کورنی او هم بهرنی بازار لري.
نوموړي زیاته کړه: "باید هرڅوک انجه وکري، که څوک خپله ځمکه نه لري له بل چا سره دې ځمکه په شراکت وکري، زه خلکو ته توصيه کوم که ځمکه نه لرئ پر بام یې وکرئ! دا هيڅ وخت تاوان نه کوي، هم به د ځان اقتصاد جوړ کړي، هم به ستړی ملت راپور ته شي او هم به د هېوا اقتصاد پر پښو ودرېږي."
ارزګان د افغانستان له هغو ۲۲ ولایتونو څخه دی چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي.
د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د رسنیو مسوول قدرت الله حمیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي بزرګر دې ته وهڅوی چې د کوکنارو پر ځای انجه وکري.
هغه زیاتوي: "د انجې کرنه د تخم او نهال له لاري کېږي، تخم يې دري کاله په ځمکه کې پاته وي څلورم کال حاصل ته رسېږي او نهال يې دوه کاله په ځمکه کې پاته وي درېيم کال حاصل ورکوي، په نهالونو کې يو کلن او دوه کلن شته، په تخمونو کې هم توپیر شته، اوس مهال په افغانستان کې شپږ نوي تخمونه ډېر دود دي چې تر ټولو اعلی درجه يې سپینه تاجکۍ انجه ده."
بزګران د طالبانو له حکومته غواړي چې د کوکنار د کښت له بندولو سره دې د هغوی زراعتي محصولاتو ته کورني او بهرني بازارونه پيدا کړي.
انجه یو ډول طبي بوټي دی چې د درملو، عطرو او صابون په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږي.
که څه هم په روان کال کې تر اوسه د طبي بوټو د صادراتو په اړه نوي شمېرې نه دي خپرې شوي، خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان د ټولو صادراتو ۲۵ سلنه طبي بوټي وو.
په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې افغانستان شل زره ټنه انجه صادره کړی وه چې ګټه يې ۵۴ میلیونه ډالره کېده.
--------------------------
راپور: شریف الله شرافت