د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

کندز کې د انجې کرکېلې ته لېوالتیا زیاته شوې


د انجې کرونده
د انجې کرونده

په کندز کې د کروندګرو لېوالتیا د انجې کرکېلې ته زیاته شوې ده او له امله یې د دې ولایت للمې او شاړې ځمکې پرې ښېرازه شوې دي.

انجه، هنګ یا انغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده، چې په دې وروستیو کلونو په هېواد کې کرکېلې وده کړې ده.

د کندز په للمې او وچو ځمکو کې د انجې کرکېله د غوړېدو په حال کې ده.

که څه هم دغه طبي بوټې په طبیعي ډول د شمال او شمال ختېځ ولایتونو په غرونو کې راشنه کیږې،ګ خو په تېرو کلونو کې په نامسلکي ډول د انجې حاصل راټلولو له امله دغه بوټې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شو.

کابو ۱۲ کاله وړاندې د کرنې وزارت د دغه طبې بوټي په راټولولو یې بندیز ولګاوه.

خو په وروستیو کلونو کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو له خوا د انجې تخم له تاجیکستانه او قزاقستانه راړول شوې او له امله یې کروندګرو د انجې کرکېلې ته مخه کړي ده.

په کندز کې د انجې کښت د یوه خصوصي شرکت مسوول توریالي صالح ازادي راډیو ته وویل: "د انجې کښت له امله وزګاره کسان د کار او روزګار خاوندان کېږې او ډېر لوړ عواید هم لري. د کندز په خان آباد، علي آباد او په دشت ارچي ولسوالیو کې زیات شمېر ګروندګرو انجه کرلي ده. انجه ښه نړیوال مارکېټ لري. انجه سوداګر له موږ څخه هندوستان ته وړي. انجه د درملو په جوړلو کې کارول کېږي."

ښاغلي صالح زیاته کړه، په یوجریب ځمکه کې د انجې ۸۰۰ بوټې کېنول کیږي، که تخم یې وکرل شي یاد بوټې له څلور تر پنځه کال وروسته ثمر ته رسېږي او که بزغلي وکرل شي وروسته له دوه کالو په ثمر راځي.

نوموړى وايي ،د انجې تولید په هرجریب کې د انجې کیفیت ته په کتو توپیر کوي او له هر جریبه ځمکې څخه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلو دانجې شیره ترلاسه کېږي.

د کندز په علي اباد کې اوسمهال انجه په پراخه پيمانه کرل کېږي.
د کندز په علي اباد کې اوسمهال انجه په پراخه پيمانه کرل کېږي.

د هغه په خبره، دانجې یو کیلو شیره له ۱۰زره تر ۲۰ زره افغانیو پورې بيه لري.

د کندز یو شمېر کروندګر هم وايي، چې په دې ولایت کې د انجې کښت ښه نتیجه ورکړې او د نورو زراعتي محصولاتو په مقایسه عواید هم ښه دي.

د علي آباد ولسوالۍ یوه ګروندګر سراج الدین ازادي راډیو ته وویل: "لس کاله کېږي چې ما د انجې کرلو ته مخه کړي ده. د شیرې راټولو په وخت کې له بدخشانه او سمنګانه دلته وزګاره خلک د کارکولو په خاطر راځي. ما د انجې ګټه ليدلي ده. زه له نورو بزګرانو هم غوښتنه کوم چې انجه وکرې او اقتصادې ستونزې به یې هوارې شي."

په خان اباد کې د انجې کرونده
په خان اباد کې د انجې کرونده

د خان آباد ولسوالۍ یو ګروندګر عبدالحي هم ورته خبره کوي: "ما انجه کرلي ده ډېره ښه نتیجه یې ورکړې ده. د کوکنارو په پرتله د انجې عواید هم ښه دي او ښه بازار هم لري او نړیوال هم ورته تقاضا لري."

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رئیس مولوي امان الله حسن، انجه د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي.

هغه وویل: "په کندز کې الحمدالله په سلګونه هکتاره ځمکه کې خلکو انجه کرلې ده. ځکه دا په للمي او وچو ځمکو کې کرل کېږي او دومره اوبو ته اړتیا نه لري او یوازې د بارانونو اوبه ورته بسنه کوي. موږ هم کروندګر هڅولي دي چې انجه وکري او ښه بازار هم لري او په راتلونکي کلونو کې به د انجې کرکېله په کندز کې ډېره وده وکړي."

انجه یو طبي بوټی دى چې د درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي او د کورني بازار تر څنګ نړیوالوالو بازارونو کې هم په لوړه قیمت پلورل کېږي.

افغانستان یو غرنۍ هېواد دی، چې په پراخه کچه بېلابېل طبي بوټي او نباتات لري او دغه بوټې په دودیزه توګه هم د خلکو له خوا د یو شمېر ناروغیو د درملنۍ لپاره کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG