د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې د کوکنارو د بديل کښت برخه کې د مرستې غوښتنه کوي


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د راتلونکي کال د ثور په میاشت کې بزګران په تودو سيمو کې له کوکنارو څخه تاریاک راټولوي او په سړو سيمو کې بیا په پسرلي کې کوکنار کرل کېږي.

د طالبانو حکومت وايي چې، د کوکنارو د کښت مخه يې نيولې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له شمېرو ښودلو پرته ادعا کوي چې د کوکنارو د کښت په اړه يې د خپل مشر فرمان په برياليتوب سره عملي کړی او اوس په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوی دی.

"موږ هغه قاچاق کوونکي او خرڅوونکي چې پر معتادینو يې نشه يي مواد خرڅول د هغوی ادرسونه پيدا کړي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین عبدالحق همکار وايي، دوی د کوکنارو د کښت د مخنيوي تر څنګ د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د نيولو په برخه کې هم لاسته راوړنې لري.

نوموړی وايي: "موږ هغه قاچاق کوونکي او خرڅوونکي چې پر معتادینو يې نشه يي مواد خرڅول د هغوی ادرسونه پيدا کړي او د هغوی پر ضد عملیات کوو، هغوی به نيسو او د شريعت منګولو ته به يې سپارو. دغه ډول موږ په ټول افغانستان کې خپل نظامي قطعات چمتو کړي دي، که چا نشه يي بوټي وکرل کښت يې و رويجاړوو او دی خپله محکمې ته سپارو."

د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته دولتونو له افغانستان سره د نشه يي موادو د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې په مستقیم ډول خپلې مرستې ځنډولي دي، خو ځينې هېوادونه بیا هم د ملګرو ملتونو له لارې د معتادینو د درملنې په برخه کې له افغانستان سره مالي مرستې کوي.

د کوکنارو حاصلات، ارشيف
د کوکنارو حاصلات، ارشيف

د طالبانو حکومت په کابل ښار کې تازه د معتادینو د ساتنې او پالنې پنځه زره بستريز مرکز پرانیست.

د دې مرکز چارواکي وايي چې، معتادین يې د ژمې له سړې هوا څخه د ژغورنې لپاره راټول کړي او دغه ډول يې درملنه هم کېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې له دوی سره مرستې وکړي، خو تحليلګران وايي، د سروې د نشتوالي او باوري راپور پرته به نړیواله ټولنه حاضره نه‌شي چې په دې برخه کې خپلې مرستې له سره پيل کړي.

په دې اړه د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وايي: "د نشه يي بوټو د نه کرلو هغه شرط چې نړیوالې ټولنې د دوحې په تړون کې پر طالبانو ايښی و، په پرله‌پسې ډول پر هغه شرط ټينګار کوي او سږکال هم کوکنار کرل شوي دي، له همدې امله نړیواله ټولنه اندېښنه لري چې د دوی مرستې د ولس پر ځای زموږ په زيان یا زموږ پر وړاندې استعمال نه‌شي."

د ملګرو ملتونو راپور چې سږ کال د عقرب په مياشت کې خپور شو ښېي چې، پر افغانستان د طالبانو په يو کلن حاکمیت کې د کوکنارو کښت (۳۲) سلنه ډېر شوی دی، خو د طالبانو حکومت هغه وخت دا راپور رد کړی و.

که څه هم د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې له دوی سره له سلا مشورې پرته د کوکنارو د کښت په اړه چا ته د سروې اجازه نه ورکوي، خو په دې وروستيو کې ملګرو ملتونو د يوه بريتانوي پوهنتون په همکارۍ د سټلايټ په وسيله د کوکنارو د کښت سروې پيل کړې ده.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG