د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

هلمند کې زرګونه کروندګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې شوي دي


کندهار کې د کوکنارو کښت، انځور - ارشيف
کندهار کې د کوکنارو کښت، انځور - ارشيف

په هلمند ولایت کې تر يوه کال لږ وخت کې د ملګرو ملتونو د بديل معیشيت پروګرام له مخې تر لسو زرو ډېرو بزګرو سره مرستې شوي دي.

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې په وروستيو کلونو کې هر کال دوه فصله کوکنار کرل کېدل، خو اوس د هلمند ولایت په ډېرو ځمکو کې هغه تخمونه کرل شوي چې کښت يې نوی دود شوی دی.

غنم، جواري، ګلپي او نور هغه زراعتي بوټي دي چې په وروستيو میاشتو کې په نهرسراج، نادعلي او دې ولایت مرکز لښکرګاه شاوخوا زراعتي ځمکو کې د کوکنارو پر ځای کرل شوي دي.

نه پوهېږم چې نور بوټي به موږ ته د کوکنارو په اندازه ګټه وکړي که نه؟"

د شاکر په نوم د نهرسراج ولسوالۍ يو بزګر که څه هم د کوکنارو له پخوانيو عایدو څخه خوښ نه دی، خو دی زياتوي، د اوبو د ډېر لګښت له امله اندېښمن دی چې بديل کښت به د ده لګښت پوره نه کړي.

نوموړی وايي: "موږ اوس د جوارو او هندوانو تخم هم ورسره ملګری کړ، موږ ويل که یو بوټی ناغه شو بل بوټی به يې لګښت پوره کړي. کوکنار چې پخوا کرل کېدل زموږ له لاسه ډېر ارزانه وتل، اوس د دې کښت پيل دی، نه پوهېږم چې نور بوټي به موږ ته د کوکنارو په اندازه ګټه وکړي که نه؟"

شاکر وايي چې، تېر کال يې تر نیم جريب ډېره ځمکه کې کوکنار کرلي او ګټه يې نژدې پنځوس زره افغانۍ وه، خو د سږکال په لومړي فصل کې يې د کوکنارو له بديل کښت څخه شپېته زره افغانۍ ترلاسه کړي دي.

هلمند کې تر کوکنارو وروسته، ځايي کروندګر تر ډېره د پنبې کرکيله کوي.
هلمند کې تر کوکنارو وروسته، ځايي کروندګر تر ډېره د پنبې کرکيله کوي.

په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، هلمند هغه ولایت دی چې تر نورو ولایتونو ډېر کوکنار په‌کې کرل کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره وايي چې، دوی د روان شمسي کال د حمل په میاشت کې د بديل معيشيت پروګرام د هلمند ولایت په دریو سيمو کې په عملي ډول پيل کړی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په هلمند ولایت کې د بديل معيشيت پروګرام د ډاکار موسسې په مالي او تخنيکي مرسته عملي کېږي.

د دې مرستو په بهير کې د هلمند له څوارلس زره او (۲۱۷) بزګرو سره مرستې شوې چې تر دوه زره ډېرو کورنیو ته يې ګټه رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت د روان شمسي کال د حمل د مياشتې پر څوارلسمه نېټه په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کړ، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG