د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي


د کوکنار کښت، انځور - ارشيف
د کوکنار کښت، انځور - ارشيف

د دې تړون پر بنسټ به د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي او د کرنفيلډ (Cranfield) پوهنتون به د سټلایټ په وسیله لاسته راغلي عکسونه او شواهد تحليلوي او په دې ډول به د کوکنارو د کښت اندازه معلوموي.

د دې برېتانوي پوهنتون په اعلاميه کې راغلي، د سټلایټ په وسیله دا سروې به د روان ميلادي کال په سر کې پيل شي او د جولای تر مياشتې پورې به دوام وکړي.

په دې سروې کې به پنځه لکه هيکټاره زراعتي ځمکې شاملې وي.

"یو، این، او، ډي، سي پخوا هم په ساحه کې حضوري سروې کوله او وروسته يې هم د سټلایټ په وسيله او هم حضوري سروې کوله.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ پخوانی معين ډاکټر محمد ظفر د سټلايټ په وسيله د کوکنارو د کښت په اړه سروې ګټوره بولي.

نوموړی وايي: "یو، این، او، ډي، سي پخوا هم په ساحه کې حضوري سروې کوله او وروسته يې هم د سټلایټ په وسيله او هم حضوري سروې کوله. د سټلايټ په وسيله سروې هم دقيقه ده او پايلې يې حضوري سروې ته نژدې دي. په کوم ځای کې چې حضوري سروې ته اجازه نه ورکول کېږي او یا امکانات نه وي، د سټلايټ په وسيله سروې هم ډېره دقيقه ده او تقريبا حقيقت ته بيخي نژدې شمېرې ښيي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې هر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي.

د دې ادارې د سروې پر بنسټ، په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې په دوه لکه، دوه سوه او (۳۳) هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي و چې د کښت اندازه يې د تېر کال په پرتله په سلو (۳۲) ډېره ښودل شوې وه.

د کوکنارو حاصل ټولول، انځور - ارشيف
د کوکنارو حاصل ټولول، انځور - ارشيف

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ معينيت پخوانی رئيس نجيب الله احمدي وايي چې اوسني وضعیت ته په کتو سره حضوري سروې امکان نه‌لري، خو د سټلایټ په وسيله د سروې پايلې هم د باور وړ دي.

"دا چې ځمکې ته ولاړ شو او هلته کښت اندازه کړو دا سروې ډېر وخت نيسي.

نوموړی وايي: "دا چې ځمکې ته ولاړ شو او هلته کښت اندازه کړو دا سروې ډېر وخت نيسي. که فرض کړو چې په افغانستان کې هر کال تر يو لک ډېرو هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل کېږي، د دومره ډېرو ځمکو اندازه کول ډېر وخت ته اړتیا لري، دا ډول سروې که څه هم دقيقه او پايلې يې په سلو کې سل ښه دي، خو ډېر وخت نيسي، اما د سټلایټ عکسونه پنځه په پنځو کيلومترو کې ځمکه ښيي، دقت يې ډېر ښه دی، ځکه عکسونه يې د (GIS) په وسيله تحليل او تجزيه کېږي، موږ کولای شو معلومه کړو چې په یوه ولایت، یوې ولسوالۍ او یوه کلي کې څومره کوکنار کرل شوي دي."

د ملګرو ملتونو اداره داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سږکال د عقرب په مياشت کې د یو، این، او، ډي، سي له خوا د کوکنارو د کښت په اړه تر سروې وروسته اعلان وکړ چې، تر دې وروسته به له دوی سره له همغږۍ پرته هيڅ يوې بهرنۍ ادارې ته په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د سروې اجازه ورنه کړي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG