د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

کابل کې د داعش وسله‌والو پر وژل کېدو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ
د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ

یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو په کابل کې د طالبانو له لوري د داعش وسله‌والو د وژلو په اړه مطالب خپاره کړې دي.

سټارز ایڼد سټرایپس:

سټارز ایڼد سټرایپس خپرونه چې د امریکا د دفاع وزارت مربوط ده، لیکي چې په کابل کې د یکشنبې د شپې له لوري د طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې قاري فاتح د داعش د استخباراتو رئیس ووژل شو.

خپرونې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا خبر خپور کړی دی.

د اسلامي دولت مربوط یوې خبرې سرچینې هم دا تایید کړې ده چې، قاري فاتح وژل شوی دی.

سټارز ایڼد سټرایپس لیکي، د فبروري په لومړیو کې هم د طالبانو د عملیاتو پر مهال د داعش درې غړي د دوی د یوه مهم مشر اعجاز امین اهنګر په شمول وژل شوي دي.

خپرونه وړاندې لیکي چې طالبانو د جنوري په میاشت کې هم په کابل کې د داعش پر یوه ځالې عملیات وکړل چې هغه مهال د داعش اته تنه ووژل شول او نهه تنه یې ونیول شول.

دې ورځپاڼې بیا پر شیعه‌و بریدونو ته اشاره کړې ده، په کابل کې یې د چینایانو پر هوتل د حملې مساله یاده کړې ده، همدا راز یې د پاکستان د سفارت ترڅنګ برید ته او څو نورو حملو ته اشارې کړې دي چې، د دې ټولو مسوولیت داعش منلی دی.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر او څو نورو غربي چاپي خپرونو بیا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر یا سیګار تازه راپور ته توجه کړې ده.

په دې راپور کې راغلې دي چې، د افغانستان د حکومت او پوځ د سقوط علت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دغه هېواد د اوسني ولسمشر جو بایډن او د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني پرېکړې وې.

واشنګټن ایګزامینر لیکي چې، سیګار شپږو مسایلو ته په خپل راپور کې اشاره کوي چې د کابل د حکومت د سقوط باعث شوې دي.

لومړی د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له لورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د موافقې لاسلیک، دوهم تر دې موافقې وروسته د هوا له لارې د افغان ځواکونو د ملاتړ درېدل، درېیم د ولسشمر بایډن په امر د افغانستان د پوځ د الوتکو او هليکوپترو د ترمیم د چارو درېدل ښودل شوي.

دغه راز څلورم لامل د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوري د افغان پوځ سیاسي کېدل، پنځم د بهرنیو نظامي سلاکارانو او روزونکو ژر بدلېدل چې د افغان پوځیانو د روزلو چارې یې ټکنۍ کړې او شپږم د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کې پراخ فساد چې لویه تشه یې رامنځته کړه او د دوی موثریت یې اغېزمن کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG