د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

مېل انلاین: ښايي داعش له افغانستانه بهر امریکايي وګړي په نښه کړي


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

مېل انلاین:

د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین پرون د امریکا د یوه لوړ پوړي پوځي قوماندان پر څرګندونو لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې د خراسان څانګې د حضور په اړه کړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال مایکل کُریلا تېره پنجشنبه کانګرس ته ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه ښايي په راروانو شپږو میاشتو کې دا وړتیا پیدا کړي چې په اروپا او اسیا کې امریکايي وګړي په نښه کړي.

د هغه په وینا د داعش دغه څانګه، چې نهايي هدف یې د امریکا پر خاوره برید کول دي، دا حملې کولای شي د امریکا د متحدو ایالتونو په سلګونو-زره وګړي متاثره کړي.

د داعش خراسان څانګه د دې ډلې هغه برخه ده چې د ډېلي مېل په لیکنه په افغانستان کې دېره ده او د طالبانو تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو ته د دښمن په سترګه ګوري.

د لیکنې په دوام راغلي، دغې ډلې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د هغې حملې مسوولیت هم ومانه، چې په نتیجه کې یې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د داعش خراسان څانګې په ۲۰۲۲م کال کې هم افغانستان کې د جوماتو او ښوونځیو په ګډون پر ځینو اهدافو خپلو حملو ته دوام ورکړ.

د اقتصاد او سولې انسټېټوټ د 'تروریزم د نړیوال شاخص' په کلني راپور کې چې تېره سې شنبې خپور شو راغلي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې داعش خراسان څانګې لږ تر لږه ۱۴۱ بریدونه کړي چې له امله ۴۹۸ افغانان وژل شوي دي.

جنرال کُریلا په خپلو خبرو کې ویلي: "زما د قوماندانو اټکل دا دی، چې د داعش خراسان څانګه کولای شي په شپږو میاشتو کې د امریکا یا هم د غرب د ګټو پر خلاف د افغانستان له قلمرو بهر عملیات وکړي."

طالبان هم وخت ناوخت په ځینو ولایتونو کې د داعش پرضد چې دوی یې 'خوارج' بولي د عملیاتو خبر ورکوي.

په دغو عملیاتو کې د ځینو کسانو د وژل کېدو او نیول کېدو خبره کوي، خو په ځینو مواردو کې خلکو شکایت کړی چې په دغسې عملیاتو کې بې ګناه کسان هم په نښه شوي دي.

فرسټ پوسټ:

له هندوستانه خپرېدونکې فرسټ پوسټ ورځپاڼې د مرستندویو ادارو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې پر موضوع لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي چې په جنیوا کې د افغانستان د ماموریت قانوني مشاور په کابل کې د طالبانو چارواکي د مرستندویو ادارو په چارو کې په مداخله تورن کړي چې له کبله یې ځینې افغانان د خوړو له کموالي سره مخامخ شوي دي.

د ورځپاڼې د پروني مطلب له مخې، محب الله طیب د سویس په جنیوا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي، طالبانو پر انجوګانو فشار راوستلی، چې ځانونه راجسټر کړي او داسې معلومات وړاندې کړي چې له کبله یې د دوی په چارو کې د طالبانو لاسوهنې ته زمینه برابره شوې ده.

هغه په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په باب اندېښنه وښوده چې د خوړو او درملو د کموالي یا هم خرابې هوا له کبله دا وضعیت لا پېچلی شوی دی.

تر دې مخکې ځینو نورو سازمانونو هم پر طالبانو تور لګولی و چې د دوی په چارو کې مداخله کوي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی هغو سازمانونو ته چې خلکو ته بشري مرستې رسوي، د کار کولو هر ډول شرایط برابر کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG