د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

يو لوړ پوړی امریکايي جنرال: په افغانستان کې نږدې ۲۲۵۰ داعش وسله‌وال شته


په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي.
په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي.

د متحده‌‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ"سنټکام" عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر زیات شوی دی.

مایکل کوریلا چې پرون یې د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته خبرې کولې وویل، اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر "۲۲۵۰" تنو ته رسېږي.

هغه که څه هم دا یو ګواښ وباله، خو زیاته یې کړه: "موږ وينو چې اصلى ګواښ د الصادق له څانګې راپېښ دى چې له افغانستانه بهر فعاليت کوي، خو په افغانستان کې هم وسله‌وال لري. تاسو پوهېږئ چې داعش او طالبان له يو بل سره جګړه کوي او طالبان له داعش سره په جګړه کې يوه خون‌خواره ډله ده، خو دوى د هغو هدفونو د څارلو لپاره استخباراتي ظرفيت نه‌لرى چې موږ يې په اړه خبرې کوو. طالبان له داعش سره جګړه کوي او دوى یې پر ضد معمولا لوی عمليات کوي او په ډله‌يىزه توګه يې له‌منځه وړي، خو په انفرادي توګه د داعش جنګيالي نه څاري."

د تېر کال د دسمبر ۱۲مې د چاودنې يو انځور چې د کابل په شهرنو سيمه کې پر هغه هوټل وشوه او مسؤليت يې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.
د تېر کال د دسمبر ۱۲مې د چاودنې يو انځور چې د کابل په شهرنو سيمه کې پر هغه هوټل وشوه او مسؤليت يې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کارپوهانو "الصادق" دفتر د داعش ډلې لپاره د سیمه‌ییز وصل لپاره د یوه کړۍ په توګه پېژندلې چې، هم په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره کار کوي او هم د داعش په استازولۍ په مرکزي او جنوبي اسیا کې خپل سیمه‌ییز فعالیت مخ‌ته وړي.

مایکل کوریلا تېره اوونۍ د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو کمېټې استماعیه غونډې ته ویلي و، داعش ډله ښايي په ۶ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستانه د باندې د امریکا او د متحدو ایالاتو پر لوېدیځو متحدانو بریدونه وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وروسته یې په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "په افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه‌لري.‌ داعش له‌پخوا په مراتبو کم شوي او ځپل شوي دي."

مجاهد غوښتنه کړې چې داعش دې دومره لوی نه‌ښودل کېږي‌.

دا په داسې حال کې ده چې داعش خراسان څانګې وسله‌والې ډلې په وروستیو کې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خونړي بریدونه وکړل چې له امله یې د ملکي افغانانو په ګډون طالب چارواکي هم وژل شوي دي.

د دغه وسله‌والې ډلې په وروستیو دوه حملو کې چې په مزارشریف ښار کې وشوې په کې د بلخ د والي محمد داوود مزمل په ګډون یو شمېر خبریالان ووژل شول.

په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې رئیس وايي، طالبان، القاعده او داعش د هغې تشې د ډکېدو په حال کې دي چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو وروسته، رامنځ‌‌ته‌ شوې ده.

دې کار یو امنیتي تشه جوړه کړې چې طالبان، القاعده او داعش یې د ډکولو په حال کې دي.

مایک راجرز پرون د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته خپله وینا کې وویل: "له افغانستانه بې له کوم قید و شرطه او په یو اړخیز ډول د امریکا عسکرو د ویستو په اړه د جمهور رئیس بایډن پرېکړې زموږ ملي امنیت کمزوری کړی دی. دې کار یو امنیتي تشه جوړه کړې چې طالبان، القاعده او داعش یې د ډکولو په حال کې دي. ارزونه دا ده چې له دې ترهګرو یو شمېر یې کولای شي له شپږ میاشتو په کمه موده کې د امریکا متحده‌ایالات په نښه کړي. زه همدا ډول اندېښمن یم چې نور په یوه داسې ځای کې را ګیر نه‌شو چې و نه شو کولای د یوې را نږدې حملې مخه ونیسو."

له افغانستانه د امریکايي عسکرو یو اړخیزه وتل د متحده‌ایالاتو د حکومت لپاره په یوه جنجالي موضوع بدله شوې ده.

پرون د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزارت ته تر راتلونکې دوشنبې فرصت ورکړ چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو د څرنګوالي په اړه ټول اسناد دې کمېټې ته وسپاري.

د پنج‌شنبې په ورځ د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي و، له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه به وروستی راپور د اپریل تر نیمايي کانګرس ته وسپاري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG