د افغانستان د خبریالانو د مرکز لهخوا د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د ۲۰۲۳ کال د غوره ژورنالېست د جایزې یوه ګټونکې افغانه خبریاله مرجان وفا ده.
هغه چې له پنځه کلونو راهیسې خبریالي کوي وايي، د تېر جمهوري حکومت له سقوط وروسته اته میاشتې بې دندې او په دې موده کې له ګڼو اقتصادي او روحي ستونزو سره مخ شوه، خو اوس یې چې دا جایزه واخیسته پر خپل ژورنالېستیک کار ویاړي.
"ډېره خوشحاله یم چې د کال د غوره خبریالې جايزه مې واخیستله
نوموړې وايي: "ډېره خوشحاله یم چې د کال د غوره خبریالې جايزه مې واخیستله، دا جایزه نه یوازې ما ته بلکې ټولو ښځینه خبریالانو ته یوه ښه لاسته راوړنه ده، له دې وروسته زما مسولیت د ښځو او د خبریالانو پر وړاندې زیات شو، باید ډېر زیار وباسم ترڅو ښځو ته انګېزه ورکړم. په داسې شرایطو کې چې اکثره مېرمنې بېکاره دي او نجونې له زدهکړو څخه ليرې دي د هغو لپاره یو ښه امید و اوسم."
اغلې مرجان وفا ازادي راډیو ته دا هم وویل چې، د ټولو خبریالانو په تېره بیا د ښځینهو لاسرسي اطلاعاتو ته لا ډېر محدود شوی دی.
نوموړې وايي: "خبري غونډو ته چې ټول سړي وي، موږ نه ورپرېږدي، کله چې د معلوماتو او راپور لپاره ورځو اطلاعاتو ته لاسرسی نهشو پیدا کولی. په رښتیا چې په دې شرایطو کې کار کول هغه هم ښځینه ژورنالېستانو ته ډېر زیات ستونزمن دی."
د کال د غوره ژورنالېست کلنۍ سیالۍ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د خبریالانو د مرکز لهخوا ترسره کېږي، په لسو دورو کې تر دې دمه ۱۷ افغان ژورنالېستانو دا سیالي ګټلې ده.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرايه رئیس احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځینه ژورنالېستانو پر وړاندې محددیتونه او ننګونې موجودې دي، بیا هم د دوه نارینه او یوې ښځینه خبریالې کلنۍ ژورنالېستیکه جایزه خپله کړه.
ښاغلی قريشي وايي: "په افغانستان کې د ښځینه ژورنالېستانو ستونزو او پر دوی محدودیتونو ته په کتلو سره، د ښځینه خبریالانو لهخوا غوښتنلیکونه او د هغوی کار وڅېړل شو، د کلید له راډیو څخه مرجان وفا، له طلوع نیوز څخه محمدیوسف حنیف او د افغانستان انټرنېشنل ټلوېزیون څخه محمدعارف یعقوبي د کال د غوره خبریال جایزه تر لاسه کړه."
د یادونې ده چې مرجان وفا، محمدیوسف حنیف او محمد عارف یعقوبي ته داسې مهال د کال د غوره خبریال جایزه ورکول کیږي چې، له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ مسولین وایي، پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل ولکې له ټینګولو وروسته په رسنیو او خبریالانو د محدودیت له امله ۹۶ سلنه ښځینه او ۷۰ سلنه نارینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.