د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ؛ نی: خبریالان له ناوړه پېښو سره مخامخ دي


نږدې یوه اونۍ مخکې یې په مزارشریف کې په تبیان فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. تصویر له چاودنې وروسته د ټپیانو دی.
نږدې یوه اونۍ مخکې یې په مزارشریف کې په تبیان فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. تصویر له چاودنې وروسته د ټپیانو دی.

نن د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده.

که څه هم د افغانستان ټول مخکیني قوانین د طالبانو له واکمنېدو وروسته باطل شوي، خو د کب ۲۷مه د افغانستان په کلیز کې د خبریال د ورځې په توګه ثبت ده او طالبان هم دا ورځ د خبریال د ورځې په توګه مني.

د افغانستان د رسنیو کورنۍ دا ورځ سږ کال داسې مهال نمانځي چې نږدې یوه اونۍ مخکې یې په مزارشریف کې خپل دوه تنه غړي په یوه تروریستي برید کې له لاسه ورکړل او ۱۶ نور همکاران یې ټپیان شول.

بل خوا درې افغان خبریالان- د ننګرهار د همیشه بهار تلوېزیون خبریال خیرالله پرهر، د پروان سیمه ییز خبریال قدرت الله نوري او افغان- فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مشر ظریف کریمي وايي، پر دې خبریالانو لګېدلي تورونه نه دي مالوم.

کریمي بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې پر دوی د تورونو مسئله باید د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لارې وڅېړل شي.

ارشیف: کابل کې د خبریالانو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور. October 21, 2021
ارشیف: کابل کې د خبریالانو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور. October 21, 2021
که چېرته پر خبریالانو لګېدلي تورونه مستند او مدلل وي بیا دې عدلي قضايي ادارو ته راجع شي.

کریمي وویل: "خیرالله پرهر په خوست کې، مرتضی بهبودي په کابل او قدرت الله نوري په پروان کې بندیان دي. پر دې درېیو خبریالانو د لګېدلو تورونه دلایل د حکومت د چارواکو له خوا نه دي روښانه شوي. موږ بیا بیا غوښتنه کړې چې د دوی دوسیې دې د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لارې وڅېړل شي. که چېرته پر خبریالانو لګېدلي تورونه مستند او مدلل وي بیا دې عدلي قضايي ادارو ته راجع شي."

د کب ۲۷مه د خبریال د ورځې په توګه لومړی ځل د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال په ۱۳۹۲ کال کې ونمانځل شوه.

د طالبانو حکومت که څه هم د تېر نظام ټول قوانین او ډېری ځانګړې ورځې باطلې اعلان کړي، خو دا ورځ مني.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ورځ مهمه وبلله، ویې ویل د دوی حکومت د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لارې هڅه کوي.

خو د درېیو بندي شویو خبریالانو په اړه مجاهد وویل چې د هغوی نیول د دوی له ژورنالیستیک کار سره تړاو نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاندذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاندذبیح الله مجاهد

مجاهد زیاته کړه: "کوم درې کسان چې نیول شوي د خبریالۍ له کبله نه دي نیول شوي. اسلامي امارت په خپلو زندانونو کې هېڅ داسې څوک نه لري چې د رسنیز فعالیت له وجې به یې څوک نیولي وي. کوم کسان چې تاسو یې یادوئ یو هم د رسنیز فعالیت په خاطر نه دي نیول شوی بلکې دوسیې یې جرمي اړخ لري او په ځینو ارګانونو پورې اړه لري او هغوی به طبعاً څېړنې او تحقیقات کوي."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي چې افغان خبریالان د سږني میلادي کال له پیله له یو لړ ناوړه پېښو سره مخامخ دي.

نی په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي چې دې ادارې له درېیو میاشتو په لږه موده کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږترلږه دېرش موارد ثبت کړي دي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټې د تېرې جنوري میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو غیرقانوني نیول پای ته ورسوي.

دې کمېټې چې مرکز یې په نیویارک کې دی وویل، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې یې له خبریالانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د ځورونو په برخه کې د طالبانو د حکومت د استخباراتي ادارو مهمه ونډه مستنده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG