د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

یوځل بیا د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د ازادېدو غوښتنه شوې


د بې پولې خبریالانو ټولنه چې مرکز یې په فرانسه کې دی.
د بې پولې خبریالانو ټولنه چې مرکز یې په فرانسه کې دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو له بنده د افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د ازادېدو په خاطر د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی.

یو خبریال چې د طالبانو د حاکمیت په سیوري کې له ټولو ننګونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي، وايي، په بېلابېلو بهانو د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول، په کاري ساحه کې د دوی وېره ډېروي.

دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:" د اسلامي امارت لخوا خبریالان معمولاً د خبریالۍ په خاطر نه، بلکې ویل کېږي چې د حقوقي او شخصي مسایلو له امله نیول کېږي. له همدې امله خبریالان نیول کېږي او زنداني کېږي. دې مسئلې ورځ تر بلې خبریالانو ته په کاري ساحه کې وېره ډېره کړې ده."

په داسې حال چې کې د افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له نیولو ۵۰ ورځې تېرېږي، د بې پولې خبریالانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنیټ او د دې سازمان د عقیدې او بیان ازادۍ د ملاتړ برخې راپور ورکوونکې ایرنه خان ته شکایت کړی او غوښتنه یې ترې کړې ده چې له هرې ممکنه لارې دې مرتضی بهبودي د طالبانو له بنده ازاد کړي.

د بې پولې خبریالانو د ملاتړ او عدالت غوښتنې څانګې مدیر انتوان برنارد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا ۵۰ ورځې ډېرې زیاتې دي، موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د طالبانو له زندانه د مرتضی بهبودي د ازادولو په برخه کې زموږ ملاتړ وکړي. مرتضی بهبودي یو خبریال دی، هغه خبریال چې د د رسنیو همکارانو ته ارزښت لري او باید ژر تر ژره ازاد شي."

مرتضی بهبودي د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په ۷مه نېټه د طالبانو له لوري ونیول شو.

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم

په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، د ۵۰ ورځو له تېرېدو وروسته هم د بهبودي د نیولو دلیل معلوم نه دی.

کریمي وویل: "څومره چې موږ معلومات لرو، بهبودي له استخباراتو سره دی، تر اوسه په هغه لګول شوی اتهام معلوم نه دی او موږ هم پوره معلومات نه لرو. هېڅ بنسټ او حتا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم پوره معلومات نه لري، که یې لري هم، نه یې شریکوي."

مرتضی بهبودي افغان-فرانسوی خبریال دی چې له فرانسوي رسنیو سره یې همکاري درلوده او دوه میاشتې مخکې د رسنیزو فعالیتونو په خاطر افغانستان ته راغلی و.

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵ قضیې ثبت شوي دي چې ډېرې یې د خبریالانو د سپکاوي او د هغوی د زنداني کولو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG