د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۵

طالبانو په بدخشان کې 'د صدای بانوان' سیمه‌ییزې راډيو خپرونې بندې کړې دي

يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف
يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف

په بدخشان ولایت کې د "صدای بانوان" يوه مسؤله چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، که راډيو ته د بیا خپرونو اجازه ورنه‌کړل شي د راډيو د خپرونو تر څنګ به افغانستان کې د سلګونو ښځو غږونه هم چوپ شي.

د هغې د ادعا له‌مخې په راډیو کې د عربي نعت د خپرولو په دوام په تېروتنې سره میوزیک خپور شوی چې له امله یې طالبانو د دوی راډیو وتړله.

نوموړې وايي: "زموږ ډېری خپرونې د ښځو لپاره دي، پرون په یوه بجه د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ځواکونه او د بدخشان د امر بالمعروف ریاست راډیو یې بنده کړه او ويې ویل، تاسو په خپله راډیو کې موسیقي خپره کړې ده، البته موزیک، البته د یو عربي نعت وروسته زموږ له یوه تخنیکي همکار نه سهوا موزیک پلی شوی، ځکه یې زموږ خپرونې بندې کړې."

"زموږ ډېری خپرونې د ښځو لپاره دي

د هغې په خبره ان په تېر جمهوري نظام کې دوی د روژې په میاشت کې د موسیقۍ له خپرولو ډډه کوله.

دا د طالبانو له حکومت غواړي دوی ته بیا د فعالیت اجازه ورکړل شي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ رئیس معزالدین احمدي هم ازادي راډیو سره په خبرو کې (د صدای بانوان) راډيو د تړلو خبر تایید کړې او ويې ویل، په پرله‌پسې توګه د طالبانو د حکومت د خپرونو د پالیسۍ خلاف د نشراتو خپرولو له امله تړل شوې ده.

يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف
يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف

نوموړي وويل: "په بدخشان ولایت کې د صدای بانوان راډيو په پرله‌پسې توګه د اسلامي امارت او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د پالیسۍ خلاف د نشراتو خپرولو له امله پرون د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست له‌خوا وتړل شوه، خو که ضمانت و اوسي چې داسې کار بیا نه تکراروي، نو کېدای شي راډیو بیا له سره فعاله کړو."

"په خواشینۍ سره چې د دغې راډیو د بندولو سره نږدې د راډیو لس ښځینه کارکوونکې بې دندې شوې
ظريف کريمي

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ "نۍ" مسول ظریف کریمي وویل، هڅه کوي چې دې رسنۍ ته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شي.

ښاغلی ظريفي وايي: "په خواشینۍ سره چې د دغې راډیو د بندولو سره نږدې د راډیو لس ښځینه کارکوونکې بې دندې شوې او تر اوسه د اطلاعاتو وفرهنګ ریاست له‌خوا د دوی د بیا له سره دفعالیتونه له پیلېدو هم څه وضاحت نه‌دی ورکړ شوی، هڅې ادامه لري، څو وکولای شو د راډيو خپرونې بیا پيل کړو."

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ډېری انځوریزي، غږیزې او چاپي رسنۍ وتړل شوې، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم بې‌کاره شول او یا هم اړ شول خپلې دنده پرېږدي.

د هېواد پرېښودل، شکنجه، وهل ټکول، ګواښونه اونیول نورې هغه ننګونې دي چې له اوږدې مودې راهیسې افغان خبریالان ورسره مخ دي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG