د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

طالبان د خپلو مخالفانو او تېر نظام د مامورینو په وژنو تورن شول


ارشیف: په هرات کې د تېر نظام یو سرتېری
ارشیف: په هرات کې د تېر نظام یو سرتېری

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال لپاره په خپل نوي راپور کې د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.

په افغانستان کې بشري وضعیت د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال لپاره د تازه راپور لویه او مهمه برخه ده.

په دې راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي چې د ښځو پر حقونو، رسنیو او د بیان پر آزادۍ د طالبانو محدودیتونه په واضح ډول زیات شوي دي.

راپور زیاتوي، هغه موسسې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره رامنځته شوې وې، یا سختې محدودې شوي او یا بېخي تړل شوي او سوله ایز اعتراضونه له غیرقانوني نیونو، شکنجو او د معترضانو له ورکولو سره مخامخ شوي.

په راپور کې یادونه شوې چې طالبان له غیرقانوني لارو د خپلو دښمنانو په اعدامولو او د خلکو په نیولو او شکنجو لاس پورې کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان راپور وړاندې زیاتوي چې طالبان د بې محاکمې وژنو په لړ کې له پخواني دولت سره تړلي کسان، د ملي مقاومت د جبهې په نوم د دوی د مخالفې ډلې غړي، د داعش وسله وال او هغه کسان په سیسټماټیک ډول په نښه کوي چې د شویو ادعاوو له مخې د طالبانو اوامر نه مني.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما له خوا د ثبت شویو ارقامو په حواله په خپل راپور کې زیاتوي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې ۲۳۷ تنه بې محاکمې اعدام کړي.

یوناما په ډسمبر میاشت کې په یوه بل راپور کې ویلي چې طالبانو لږترلږه نور ۶۹ کسان چې اکثر د ملي مقاومت د جبهې غړي وو، وژلي دي.

د راپور له مخې په دې ډله کې ۴۸ کسان د سپټمبر د ۱۲ او ۱۴مې ترمنځ په پنجشېر ولایت کې وژل شوي.

په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي چې د طالبانو پر ضد جنګېږي.
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي چې د طالبانو پر ضد جنګېږي.

د ایمنسټي انټرنېشنل راپور زیاتوي چې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په دې اړه د څېړنو ژمنه وکړه، خو موندنې یې رسنیزې نه شوې.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو له خوا د بې محاکمې وژنو او نورو بشري سرغړونو په اړه هېڅ راز لازمې او شفافې څېړنې نه دي شوي او دوی تل دا راپورونه رد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د شریعت په نوم د جزاګانو تطبیق ته هم اشاره کوي او په خپل راپور کې د م. م د ارقامو په حواله وايي چې د نومبر د ۱۸ او ډسمبر د ۱۶ ترمنځ موده کې د بېلابېلو ولایتونو په ورزشي سټډیومونو کې له سلو زیات کسان په عام محضر کې په درو وهل شوي او په ډسمبر کې په فراه ولایت کې د لومړي ځل لپاره یوه مجرم ته د علني اعدام سزا ورکړل شوه.

ایمنسټي انټرنېشنل، پر رسنیو او سوله ایزو غونډو او لاریونونو د لګول شویو محدودیتونو، د نیول شویو معترضانو د شکنجې او نورو سرغړونو ترڅنګ د نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز یادونه هم کوي او لیکي چې نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوي او له دسمبر میاشتې راهیسې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دولتی او نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کار د بندیز او هغو محدودیتونو یادونه هم کړې چې ښځې او نجونې له کوره د وتلو پرمهال ورسره مخامخ دي.

په تروریستي بریدونو کې چې تر ډېره د اسلامي دولت ډله یا داعش یې مسوولیت مني، د ملکي وګړو مړینه هم د ایمنسټي انټرنېشنل په راپور کې یاده شوې.

راپور د یوناما په حواله لیکي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې له ۲۱۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته په دې حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور پر لږکیو په تېره پر شیعه ګانو او سکانو حملې د مثال په توګه یادوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG