د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

امريکا افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ويزو د ورکړې لړۍ تېزه کړې


 د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانانو لپاره یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا اس‌ ای‌ وي ورکړه، چټکه کړې ده.

دې وزارت یوه اعلامیه کې لیکلي، په درېیمو هېوادونو کې یې د خپلو سفارتونو دننه کارکوونکي زیات کړي، څو د ویزو د ورکړې پروسه ساده او بهیر یې چټک شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا اس‌ای‌وي د ورکړې بهیر چټک او ساده کړی، خو لا هم ځینې افغانان وايي، له دې امله چې دا پروسه ځینې نیمګړتیاوې لري، دوی ورته اندېښمن دي.

یو افغان چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، یوولس کاله یې له ناټو، ایساف او امریکايي عسکرو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی.

خو وروسته له دې چې د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو، د اس‌ای‌وي د ویزې اخيستو غوښتنه یې وکړه، خو وايي، لا یې کارونو کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

نوموړي وويل: "ډېر بد حالت کې یوو. افغانستان کې یې موږ ته سم پام‌ نه‌دی کړی، یوازې زه نه، بلکې ډېر خلک چې له امریکايي، ناټو او ایساف سره یې کار کړی، دوی خپله، کورنۍ او اولادونه یې له ګواښ سره مخ دي. هغه کسان چې له دوی سره همکاري کړې، نه‌باید له پامه وغورځول شي. موږ ته نور هیڅ هیله نه‌ده پاتې."

ډېری هغه افغانان چې امريکا سره يې کار کړی او غواړي هلته پناه واخلي، اوس په درېيم ګړيو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې کوي.
ډېری هغه افغانان چې امريکا سره يې کار کړی او غواړي هلته پناه واخلي، اوس په درېيم ګړيو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې کوي.

خو هغه اعلامیه چې پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوه، په‌کې لیکل شوي، دوی په دې برخه کې له افغانانو سره په خپلې ژمني ولاړ دي او دا بهیر یې چټک کړی دی.

اعلامیه کې زیاته شوې، په کابل کې د امریکا د سفارت د چارو له ځنډولو وروسته، د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات په درېیم هېواد کې په سفارتونو او قونسلګریو کې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړی چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو مراحل مخ‌ته یوسي.

خو یو شمېر افغانان چې د اس‌ای‌وي قضیې لري او اوس هم افغانستان کې دي وايي، درېیمو هېوادونو ته د تلو توان نه‌لري او په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

یوه مېرمن چې دا هم نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخيستل شي ازادي راډیو ته وویل، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې هغه مهال چې طالبانو افغانستان ونیو، اس‌ای‌وي ویزې د اخيستو غوښتنلیک یې ورکړی، خو تر اوسه یې هېڅ کارونو هیڅ پرمختګ نه‌دی کړی.

البانيا کې د افغان کډوالو کمپ
البانيا کې د افغان کډوالو کمپ

هغې له یوه امریکايي بنسټ سره نږدې څلور کاله د ټولنیزې همغږې کوونکې په توګه کار کړی.

نوموړې وايي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۲مه مې اس‌ای‌وي کېس ته اپلای وکړه. که څه هم ټول اسناد مې پوره دي، ولې تر اوسه مې د کېس نمبر نه‌دی راغلی. لږ تر لږه دې د هغو کسانو قضیې وڅېړي چې له دوی سره یې کار کړی. که مې لګښتونه را کړي، بل هېواد ته ځم، خو له دې پرته اقتصادي وضعیت مې ښه دی، نه شم کولای ولاړه شم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د افغانانو لپاره ۸ زره ایس‌ای‌وي د زیاتو ویزو اعلان وکړ.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۳۴زره ۵۰۰ اس‌ای‌وي ویزې د افغانانو لپاره ورکړل شوي دي.

له دې پرته امریکا او نړیوالو شریکانو یې د تېر کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته، په ځانګړو پراوزونو کې لږ تر لږه ۱۲۴ زره افغانان له افغانستان وویستل.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، له افغانستانه به د هغو کسانو د ویستو لړۍ روانه وي چې له امریکايي عسکرو او ادارو سره یې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG