د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

پر خطرناکو لارو تګ؛ برېتانيا ته سږ کال ورغلي ډېری کډوال افغانان دي


ارشيف
ارشيف

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، په روان ۲۰۲۲ م کال کې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د کانال له لارې بریتانیا ته په ورغلیو کډوالو کې اکثریت د افغانانو دی.

د دغه وزارت پر اساس، تازه شمېرنې ښيي چې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ د اوبو له دې خطرناکې لارې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې یو زرو ۹۴ تنه بریتانیا ته اوښتي حال دا چې په ټول ۲۰۲۱ م کال کې له دې لارې بریتانیا ته یو زرو ۳۲۳ تنو پناه وړې وه.

د دغه وزارت په وینا په هرو لسو تنو کې، چې له دې لارې بریتانیا ته تللي، ۹ تنه یې افغانان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شویو شمېرو کې هغه افغانان نه دي شامل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د مهاجرت د ځانګړي پروګرام پر اساس بریتانیا ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لکونه افغانان ګاونډیو هېوادونو، اروپا او امریکا ته لېږدېدلي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د سږ کال په لومړیو درو میاشتو یعني جنورۍ، فبرورۍ او مارچ کې بریتانیا ته په ورغلیو پناه غوښتونکو کې له افغانانو وروسته تر ټولو ډېر ایرانیان ښوولي دي چې د ټولو ورغلیو پناه غوښتونکو په سلو کې ۱۶ ته رسېږي.

عراقیان بیا تر ایرانیانو یو فیصد لږ ښوول شوي دي.

XS
SM
MD
LG