د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

جرمني ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر کې کمی راغلی


اوکرایین یواځې ماشومانو، ښځو او زړو ته له هېواده ته د وتلو اجازه ورکړې ده.
اوکرایین یواځې ماشومانو، ښځو او زړو ته له هېواده ته د وتلو اجازه ورکړې ده.

جرمني چارواکو ویلي دغه هېواد ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر کم شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فېزر ویلي، دغه هېواد ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر په ورځ کې شاوخوا دوو زرو کسانو ته را ټېټ شوی دی.

اغلې ننسي ویلي، د مارچ په نیمايي کې کله چې په اوکراین د روسیې یرغل تازه وو جرمني ته د ورځې ۱۵ زره اوکراینیانو پناه ور وړله.

د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې په حواله راغلي چې اکثر اوکراینیان بېرته خپل هېواد ته ستنېږي خو ځینې یې چې د جرمني د کار په بازار کې د دندې وړتیا لري په دغه هېواد کې پاتې کېږي.

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيل تر دې دمه اوه لکه اوکرایني کډوال جرمني ته تللي او هلته یې د پاتې کېدو لپاره نوملیکنې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د سروې په اساس شاوخوا څلوېښت فیصده کډوال ماشومان او څه باندې اتیا فیصده یې ښځې دي.

اوکرایین یواځې ماشومانو، ښځو او زړو ته له هېواده ته د وتلو اجازه ورکړې ده.

اوکراین کې د روسي ځواکونو ټانکونه
اوکراین کې د روسي ځواکونو ټانکونه

روسیې د فبروري په ۲۴ پر اوکراین یرغل ور ووړ.

له دې نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې تر شپږو میلیونو زیات اوکراینیان له هېواده وتلي او اکثر په ګاونډيو اروپايي هېوادونو سلواکیا، پولنډ، هنګري، رومانیا او تر هغه ور هاخوا جرمني کې مېشت شوي دي.

د نړیوالو فشارونو او بندیزونو سره سره پر اوکراین د روسیې د یرغل د درېدو څرک نه لګېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي بېګا ملت ته په وینا کې وویل هېڅوک نه شي ویلی چې دا جګړه څومره دوام کوي.

هغه زیاته کړې چې د (جګړې) نتایج به نه یواځې اوکراینيانو بلکې متحدینو،اروپايي هېوادونو او ټولې ازادې نړۍ ته متوجه وي.

XS
SM
MD
LG