د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۵۵

نړۍ

روسي محکمې د سياسي فعال اندري بويار شينوف د بند موده غځولې

انځور، ارشيف

د روسیې د تتارستان جمهوریت د پلازمېنې کازان یوې محکمې د سیاسي فعال اندري بویارشینوف د بند موده وغځوله.

دغه فعال په ټروریزم کې په دخالت تورن شوی دی.

بویارشینوف په اوکراین کې د روسیې د غیر موجه یرغل د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د دغه فعال مدافع وکیل، ریم سیبیروف زادۍ راډیو ته وویل، محکمې نن امر وکړ، چې د ده موکل د اګست میاشتې تر ۱۸مې تر محاکمې مخکې په بند کې وساتل شي.

دی د مارچ میاشتې پر ۱۸مه په عامه د تروریزم د ملاتړ او د ټروریزم د توجیه کولو په تور توقیف کړای شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شمالي کوریا په کرونا ویروس د ۸ کسانو مړینه ثبت کړې

شمالي کوریا کې په درې لکه ۹۲زره ۹۲۰ کسانو کې تبه او د کرونا ویروس علایم لیدل شوي دي.

شمالي کوریا نن دوشنبه په کرونا ویروس د ۸ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

په دغه هېواد کې په درې لکه ۹۲زره ۹۲۰ کسانو کې تبه او د کرونا ویروس علایم لیدل شوي دي.

د شمالي کوریا رهبر پر خپلو چارواکو د درملو په رسولو کې د ځنډ له کبله انتقاد کړی.

کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی، چې د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په چارو کې مرسته وکړي.

د شمالي کوریا چارواکي وايي په تېره اپرېل میاشت کې د کرونا وایروس له خپرېدو راهیسې ۱۲لکه کسان ناروغ شوي او ۵ لکه ۶۴زره ۸۶۰ کسان دا مهال قرنطین دي.

امریکا کې د پرونۍ پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور ټپیان دي

مشکوک کس چې اسیايي بلل شوی او عمر یې تر ۶۰ لوړ دی، نیول شوی او په توقیف کې دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په یوه کلیسا کې پرون ماسپښین د یوه سړي په ډزو یو تن ووژل شو او څلور تنه نور سخت ټپیان شول.

چارواکي وايي، پېښه په داسې ساحه کې شوې چې اکثریت اوسېدونکي یې پوخ عمره کسان دي.

مشکوک کس چې اسیايي بلل شوی او عمر یې تر ۶۰ لوړ دی، نیول شوی او په توقیف کې دی.

اوکراین د امریکا د پوځي او بشري مرستو غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن او چپ لور ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکېن سره وکتل او له خپل هېواد سره یې د امریکا د پوځي او بشري مرستو غوښتنه وکړه.

کولیبا پرون په برلین کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس وویل، چې بلېنکېن او کولیبا د روسیې د یرغل له امله د نړۍ د خوړو د امنیت په اغېزمنتیا باندې بحث وکړ.

پر اوکراین د روسیې یرغل اوس په دولسمه اوونۍ کې دی، خو روسیه نه ده توانېدلې چې یو مهم ښار یا سیمه ونیسي.

پېښور کې دوه سک دوکانداران وژل شوي

ارشيف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په پېښور کې د دوو سکانو وژنه وغندله.

نن سهار په پېښور کې موټرسايکل سپرو وسلوالو دوه سک دکانداران په ډزو ووژل.

په پېښور کې د دې پېښې د غندنې لپاره په لسګونو کسانو لاريون وکړ.

شهباز شريف په ميرانشاه کې د درې عسکرو په وژل کېدو هم سخت خپګان ښودلی.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پاکستان کې وسله وال بريدونه ډېر شوي دي چې د پاکستان لومړی وزير يې هم اندېښمن کړی دی.

امريکا: نيويارک کې ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي

ارشيف

د امریکا د متحدو ایالتونو په نیویارک ایالت کې یوه ۱۸ کلن سپین پوستي ځوان په هغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې تورپوستي دي په ډزو ۱۰ کسان ووژل او درې تنه نور ټپیان کړل.

ډزې د شنبې په ورځ په یوه مغازه کې شوي او تورن کس وروسته پولیسو ته ځان تسلیم کړی دی.

چارواکو د دې پېښې انګېزه هغه تاوتریخوالی بللی چې اساس یې سخت نژادي تبعیض دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دغه پېښه کرکه پاروونکې بللې او غندلې یې ده.

د چارواکو په خبره مشکوک ځوان چې په تهاجمي وسله سمبال و، ظاهراً یې دا حمله په یوازې سر کړې ده.

هغه له خپله کوره تر څو ساعته مزله وروسته بُفالو ساحې ته تللی او دغه حمله یې د خپل ټویچ له اکاونټ څخه چې په ژوندۍ بڼه د ویډیوګانو د خپرولو یوه شبکه ده په ژوندۍ بڼه خپروله، دغه شبکه د امازون ډات کام اړوند ده.

ډېری کسان چې ډزې ورباندې شوي د چارواکو په خبره تورپوستي وګړي دي.

د محکمې په اسنادو کې د مشکوک سړي نوم پېټون ګنډرون (Payton Gendron) ښوول شوی، چې د نیویارک د جنوب د کانکلین ښارګوټي اوسېدونکی دی. په دې ښارګوټي کې شا و خوا ۵۰۰۰ کسان ژوند کوي.

مشکوک تن تر دې پېښې څو ساعته وروسته د لومړي درجه قتل په تور یوې محکمې ته حاضر کړای شو، چې حد اکثر مجازات یې له مشروطې ازادۍ پرته عمري بند کېدای شي.

په نیویارک کې د اعدام سزا نه شته. دغه کس به راروانه پنج شنبه، یعنې د مې میاشتې پر ۱۹مه بیا محکمې ته حاضر کړای شي.

شهباز شريف ميرانشاه کې د پاکستاني سرتېرو پر وژنه خپګان کړی

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د درېیو پاکستاني سرتېرو پر وژل کېدو خپګان څرګند کړ.

ښاغلي شریف نن یکشنبه په ټویټر کې لیکلي، چې د دغو سرتېرو تر څنګ په ځانمرګي برید کې د درېیو ماشومانو وژل کېدو سخت خپه کړی دی.

د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه ځانمرګي برید کې د دغو درېیو سرتېرو وژل کېدل تایید کړل.

د پاکستان صدراعظم ویلي چې د دغو سرتېرو د وینې غچ به اخیستل کېږي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د دغسې ډېرو بریدونو مسوولیت پاکستانی طالبانو منلی دی.

سريلانکا کې لګول شوی ګرځبنديز د ۱۲ ساعتونو لپاره ليرې کړی شو

ارشيف

په سریلانکا کې پرون شنبه په ملي سطحه لګول شوی ګرځبندیز د ۱۲ ساعتونو لپاره لیرې کړای شو.

د محدودیتونو کمېدو په لړ کې د دغه هېواد نوي صدر اعظم رانیل ویکر مسینګه له حکومت-پلوه او د حکومت له مخالفو ډلو سره تر شخړو وروسته خپلې کابینې ته کسان وګمارل.

په دغو شخړو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.

په سریلانکا کې له څه باندې يوې میاشتې راهیسې سوله ییز اعتراضونه روان وو، خو په وروستۍ اوونۍ کې هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتل، چې د مخکېني صدر اعظم پلویانو پر یوه اعتراضیه کمپ یرغل ور وړ، خېمو ته یې اور واچاوه، له پولیسو او اعتراض کوونکو سره یې شخړه وکړه.

کيم جونګ اون: کرونا به يې هېواد کې د لوی تحول سبب شي

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر وايي، د کرونا وبا خپرېدل یې په هېواد کې د یوه لوی «تحول» سبب کېږي.

کیم جونګ اون پرون شنبه، وروسته تر هغه دا خبره وکړه، چې په دغه هېواد کې ۲۱ کسانو مړینه ثبت شوه.

شمالي کوریا چې یوازې یې تېره چهارشنبه د کرونا وایروس لومړۍ پېښې تایید کړې، ویلي په کرونا وایروس په دغه هېواد کې تر پنځو لکو ډېر کسان اخته شوي دي.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس پرون راپور ورکړی، چې یولک او څلورایا زره ۴۴۰ کسانو تبه درلوده، چې لږ تر لږه ۸۱زره ۴۳۰ تنه یې روغ شوي او ۲۱ کسان مړه شوي دي.

پوتين د فنلنډ ولسمشر ته: ناټو کې د فنلنډ د غړيتوب هڅه تېروتنه ده

دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو (Sauli Niinistö) ته وویل، په ناټو کې د فلنډ د غړیتوب هڅه یوه اشتباه ده.

د کرملین د اعلامیې له مخې په هغو ټلیفوني خبرو کې چې دواړو مشرانو پرون کړي ولسمشر پوتین ویلي، چې روسیه فنلنډ ته کوم ګواښ نه پېښوي.

د فنلنډ د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر نینیستو دا ټلیفوني خبرې د دې لپاره تنظیمې کړې وې، چې په ناټو کې د خپل هېواد د غړیتوب د پلان په اړه توضیحات ورکړي.

د فنلنډ تر څنګ سویډن هم پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د اندېښنو په دوام په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د اوکراین پوځ: روسي ځواکونه د خارکییف شاوخوا سیمو په وتو دي

د اوکراین ځواکونه

د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونه د دې هېواد د دوهم لوی ښار خارکییف له شاوخوا سیمو د وتلو په حال کې دي.

داسې ښکاري چې دا د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ په عملیاتو کې دوهم ځل په شاتګ دی.

د اوکراین د وسله والو ځواکو ستر درستیز نن اعلان وکړ چې روسي ځواکونه اوس تر ډېره هڅه کوي چې د لوژستیکي لارو پر خوندیتوب تمرکز وکړي، اوکرایني سرتېري له دونېڅک سیمه وباسي او تاسیسات یې ویجاړ کړي.

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه: چین دې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړي

اوکراین کې د روسي توغندي له امله د اوښتي زیان یو انځور

د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو پر چین غږ کړی، چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړي او د روسیې له ملاتړ څخه ډډه وکړي.

جي اوه ډلې خبرداری ورکړی، چې پر اوکراین د روسیې یرغل د خوړو د کمښت او د انرژۍ د بحران باعث شوې او په دې توګه نړۍ ګواښي.

چين د اسيا ملتونو د فوټبال جام سیالیو له کوربتوبه په شا شو

ارشیف: د کوریا او ایران ترمنځ د اسیایي لوبو یو انځور

چين د ۲۰۲۳ کال د اسيا د ملتونو فوټبال جام سیالیو له کوربتوبه په شا شو.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، د اسيا د فوټبال فدراسيون په يو رسمي اعلان کې دا ومنله چې چين د اسيا د ملتونو جام کوربتوب نه کوي او لامل هم کرونا ويروس ښودل شوی.

چين درې کاله وړاندې د اسيا د فوټبال فدراسيون لخوا د ملتونو جام لپاره د کوربه هېواد په توګه وټاکل شو.

ټاکل شوې وه، چې د اسيا د ملتونو د فوټبال جام د راتلونکې مياشت په پنځلسمه په چين کې پيل شوې وای.

جرمني ته د اوکرایني کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی

د مارچ په میاشت کې به د ورځې شاوخوا پنځلس زره اوکراینیان جرمني ته ورتلل.

جرمني ته د اوکرایني کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی دی او اوس هره ورځ نږدې دوه زره اوکراینیان جرمني ته ځي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر نن وویل، چې د مارچ په میاشت کې به د ورځې شاوخوا پنځلس زره اوکراینیان جرمني ته ورتلل.

د فبروري له څلرویشتمې راهیسې چې روسیې پر اوکراین بریدونه پيل کړې دي، تر اوسه تر شپږ میلیونه ډېر اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د اوکراین ولسمشر: هیڅوک د جګړې د پای ته رسېدو وړاندوینه نه شي کولای

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه له خپلې خاورې څخه د روسیي ځواکونو د ایستلو لپاره پراخې هڅې کوي، خو بیا هم هیڅوک د دې وړاندوینه نه شي کولی چې دا جګړه به کله پای ته رسېږي.

زیلینسکي تېره شپه خپل ملت ته په وینا کې چې د تلویزیون له لارې خپره شوه دا خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې د فبروري له څلرویشتمې راپه دې خوا چې روسیي ځواکونو پر اوکراین برید کړی دی، درانه تلفات وراوښتي دي او روسان تر اوسه نه دي توانېدلي چې ډېرې سیمې لاندې کړي.

متحده عربي اماراتو څلوېښت ورځې عمومي ویر او درې ورځې رخصتي اعلان کړې

عکس آرشیف: نمای شهر دُبی امارات متحده عربی

د متحده عربي اماراتو د رییس له مړینې وروسته په دې هېواد کې څلوېښت ورځې عمومي ویر او درې ورځې رخصتي اعلان شوې ده.

شېخ خلیفه بن زاید آل نهیان پرون جمعه د ۷۳ کلونو په عمر ومړ.

نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې مغزي سکته کړې وه او تراوسه یې د هېواد د ادارې په مهمو چارو کې ډېره ونډه نه درلوده.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې تمه ده، چې د شېخ خلیفه ځای ناستی د هغه کوچنی ورور شېخ محمد بن زاید آل نهیان وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG