د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

اوکراین کې د روسیې یوه لوژستیکي کښتۍ تخریب شوې


اوکراین کې یوه تخریب شوې روسي کښتۍ
اوکراین کې یوه تخریب شوې روسي کښتۍ

راپورونه وايي اوکراین کې د روسي پوځيانو د پرمختګ مخه نيول شوې او ظاهراً يې کې نور زیانونه هم لیدلي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت نن جمعه ویلي، د اوکراین پوځیانو په دونباس کې د روسي ځواکونو د مخکې تګ د هڅو مخنیوی کړی دی.

ځینې دفاعي چارواکي وايي، په وروستیو ورځو کې د زمییني یا مار ټاپو په شا و خوا کې تازه شوې جګړه ښايي د تور سمندرګي پر لویدیځ ساحل د ولکې د ټینګولو لپاره په یوه مبارزه بدله شوې وي.

دغه وزارت وايي په انځورونو کې ښکاري چې روسیې د سیويرو دونیڅک په غرب کې له سیویرسکي دونڅ سیند څخه د اوښتو د هڅې پر مهال زغروال پوځي تجهیزات او هغه وسایل له لاسه ورکړي، چې پوځي وسایطو ته د پله په څېر ساحل ته د اوښتو لار برابروي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، روسي ځواکونه نه دي توانېدلي چې په سیمه کې کوم پرمختګ ولري.

په راپور کې ویل شوي، روسي قوماندانان د خپلو مشرانو له فشارونو سره مخامخ دي او د جګړې په میدان کې اوس خطرناکې ستراتیژۍ پلې کوي.

په همدې حال کې اوکراین ویلي، چې د تور سمندرګي یوې ستراتیژیکې ټاپو ته څېرمه یې د روسیې د سمندري ځواکونو یوه لوژستیکي کښتۍ تخریب کړې ده.

د یوکرینفورم په نوم د اوکراین یوه خبري اژانس، د اوکراین د اودیسه د محلي پوځي ادارې د ویاند سرهي براچوک خبرې را اخیستي چې په ټلیګرام کې یې ویلي دي: د روسیې دغې کښتۍ اور اخیستی دی.

د اوکراین یوکرینفورم خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې، مار یا زمییني ټاپو ته څېرمه د وسي ولود بوبروف (Vsevolod Bobrov) په نوم دغه کښتۍ د حملې په نتیجه کې له لاسه ورکړه.

رویټرز خبري اژانس لیکي، چې سم د لاسه دغه جزییات نه شي تاییدولی، بلخوا د روسیې دفاع وزارت هم په دې اړه د دوی له غوښتنې سره- سره تبصره نه ده کړې.

د فلیټ مون په نوم هغه ویبسایټ چې د سمندرګیو اړوند خبرونه تعقیبوي وايي د روسیې دغه کښتۍ ټرانسپورټي او ۹۵ متره اوږده ده.

په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه جګړې پر مهال چې ۱۱ اوونۍ یې پوره شوي، روسي ځواکونه د بېوسلې ملکیانو د وژنې، شکنجې او جنسي تېري په ګډون په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پنج شنبې په ورځ په غوڅ اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د روسي پوځیانو د جنایتونو په اړه لګېدلي تورونه وڅېړي.

ویل شوي دغه جنایتونه د اوکراین په هغو سیمو کې شوي چې په موقت ډول د روسیې په کنټرول کې وې.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG